باجوړ جرګه وايي وسلوالو ورڅخه د مشورو لپاره وخت غوښتی دی
د باجوړ جرګه وايي، د حکومتي او وسلوالو ترمینځ یې دوه ورځنی اوربند کړی دی. د جرګې غړي او د سوداګرو د ټولنې مشر واجد علي شاه د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، دواړه لوري سلا شوي دي چې د اګست پر څلورمه او پینځمه به پر یو بل حملې نه کوي. د باجوړ انتظامیې لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د جرګې غړي وايي، وسلوالو ورته ویلي دي چې له خپل مشرتابه سره مشورې کوي. دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونو او پولیسو د جولای پر ۲۹مه د ماموندو په یوشمېر کلیو کې د وسلوالو پرضد عملیات پیل کړل چې پکې ولسي وګړو ته هم مرګژوبله واوښته. په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند ویاند او د جرګې غړي عبید سالارزي مشال راډیو ته وویل، وسلوالو ته یې ویلي دي چې یا خو دې له باجوړه وځي او یا دې له ابادیو لیرې ولاړ شي، نو هغوی ورته ویلي چې په دې شرط له ابادیو لیرې ځي چې پولیس او امنیتي ځواکونه به ورباندې چاپې نه وهي. چارواکو لا د وسلوالو د غوښتنې په غبرګون کې څه نه دي ویلي. تفصیل په دې رپورټ کې.