د خیبر جرګه: ملک نصیر کوکیخېل د پښتنو د حقونو غوښتلو سزا ویني
د خیبر د ګوندونو اتحادیې او ولسي مشرانو له حکومته غوښتي دي چې ملک نصیر کوکیخېل دې ژر پیدا او خوشې کړي. دوی د اګست پر درېیمه په جمرود کې تر جرګې وروسته مشال راډیو ته وویل، نوموړی پر ضمانتونو ترلاسه کولو سربېره د جون پر ۳۰مه پولیسو د اټک له زندانه یووړ او تر اوسه یې هېڅ پته نه لګي. د خیبر د پولیسو یو چارواکي، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، کوکیخېل د پنجاب پولیسو له ځان سره لېږدولی وو. د ملک نصیر کوکیخېل کورنۍ تور پورې کوي چې هغه له پوځي استخباراتي ادارو سره دی. خو پوځ او د خیبر پښتونخوا حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي. نوموړی د خيبر پوليسو د ۲۰۲۴ز د ډېسېمبر پر ۲۴مه د جمرود په شاکڅ کې د لېويزو له دفتره ګرفتار کړی وو. پر هغه تور دی چې د ۲۰۲۴ز په اګست کې يې د تيرا راجګال کډوالو په احتجاجي پرلت کې د رياست ضد ويناوې کړې وې او وروسته يې د همهغه کال په اکتوبر مياشت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کوربه توب د وربلل شوې پښتون قامي جرګې لپاره په جمرود کې د کوکيخېلو مشترکه ځمکه ورکړې وه. پر هغه په مقدمو کې د ترهګرۍ او قتل مادې هم شاملې دي. کوکیخېل او د هغه وکیل ټول تورونه ردوي. نور په دې رپورټ کې.