د حسینې واجد محل په لرغونتون بدلېږي
په بنګلادېش کې یو کال مخکې په جولای او اګست کې خونړیو مظاهرو شیخ حسینه واجد د وزیراعظمۍ څوکۍ او هېواد پرېښودو ته اړ کړه. د بنګلادېش اوسني حکومت پرېکړه کړې چې د هغې پخوانی استوګنځای په لرغونتون (میوزییم) بدل کړي. په میوزییم کې به د واجد د ګوښه کولو پر مهال د شویو ټولو پېښو انځورونه او اړوند توکي ایښوول کېږي. د بېلابېلو اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.