د باجوړ ځینې کورنۍ د عملیاتو له وېرې کډې باروي
له کله نه چې د پاکستان پوځ د باجوړ په ۱۶ کلیو کې د عملیاتو خبرداری ورکړی دی، د سیمې یو شمېر خلک د سر او مال د خوندي ساتلو په موخه نورو ځایونو ته کډې وړي. تر اوسه د شپږو کلیو نه خلک وتلي دي. په دغو کډه کوونکیو کې فضل الرحمان هم شامل دی. نوموړي مشال راډیو ته په مرکه کې ویلي، له کډه کولو پرته ورسره بله لاره نه وه نو له مجبورۍ یې خپل کلی پرېښی دی. د مشال راډیو خبریال ورسره مرکه کړې ده.