د لاسرسي ځای

تازه خبر

مهر سلطانه وايي د کرک د ولس د ستونزو د هواري هڅې کوي


 مهر سلطانه وايي د کرک د ولس د ستونزو د هواري هڅې کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:38 0:00

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د کرک استازې مهر سلطانه وايي، پر ښځو د تشدد د مخنیوي لپاره هڅې کول غواړي. نوموړې په وروستیو کې د ښځو پر ځانګړې څوکۍ منتخبه شوه او د پیپلز ګوند غړې ده. هغه وکیله او د قانوني چارو پوهه ده او غوښتل یې چې په عدلیه کې کار وکړي، خو چې په ۲۰۰۸ز کال کې په ځانګړې څوکۍ صوبايي اسمبلۍ ته ولاړه نو بیا یې سیاست ته مخه کړه. مهر سلطانه وايي، په کرک کې ډېری خلک د څښاک پاکو اوبو، برېښنا او ګیس ته لاسرسی نه لري، نو غواړي چې د دې لپاره هم په اسمبلۍ کې غږ پورته کړي. له نوموړې سره بشپړه مرکه واورئ.

XS
SM
MD
LG