د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ایرانه ایستل شوې راحیله افغانستان کې د نهیلۍ ژوند تېروي


له ایرانه ایستل شوې راحیله افغانستان کې د نهیلۍ ژوند تېروي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:32 0:00

راحیله له هغو زرګونو افغان کډوالو څخه یوه ده چې د ایران حکومت په وروستیو کې له خپلې خاورې ایستلي دي. هغه ۳۷ کلنه مېرمن چې په نشو روږدی خاوند یې ترې پخوا جلا شوی، وايي، بې له محرمه له دوو لوڼو سره افغانستان ته ستنه شوې او سباوون ورته روښانه نه برېښي. هغې په ایران کې سینګارتون لاره خو په وطن کې ورته لا کومه مناسبه دنده نه ده پیدا شوې. د نوموړې لوڼه هم خپه دي چې په افغانستان کې طالبانو له شپږم صنفه پورته او په پوهنتون کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی. خو طالبان وايي چې نجونه او ښځي د "شریعت په چوکاټ" کې له ټولو حقونو برخمنې دي. نور حال د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ راپور کې.

XS
SM
MD
LG