د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمینځ د کرکټ د ۲۰ اووره سیالیو تیارۍ روانې دي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بیټران د پاکستان پر وړاندې په سیالۍ کې د منډې پر مهال - د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر ۲۳مې انځور.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بیټران د پاکستان پر وړاندې په سیالۍ کې د منډې پر مهال - د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر ۲۳مې انځور.

د افغانستان، پاکستان او د متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ د روانې میاشت په پای کې د پیلېدونکو د درې اړخیزه ۲۰ اووره سیالیو لپاره تیارۍ روانې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په دې لړ کې لومړۍ سیالي د اګست پر ۲۹مه د شارجې په لوبغالي کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ کېږي.

بورډ د دې سیالیو اعلان د اګست پر لومړۍ نېټه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې کړی وو.

بورډ وايي، درېواړه لوبډلې به له یو بل سره شپږ سیالۍ کوي او دوه غوره لوبډلې به د سېپټېمبر پر اوومه په پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د سېپټېمبر له نهمې څخه تر ۲۸مې پورې په اماراتو کې د اسیا کپ سیالۍ ترسره شي.

په هغو ۲۰ اووره سیالیو کې د افغانستان، پاکستان، هند، سري لنکا، بنګلادېش، عمان، متحده عربي امارات او هانګ کانګ ملي لوبډلې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG