له ماموندو بې کوره شوي وايي له مرستو بې برخې دي
د باجوړ په ماموندو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد د امنیتي ځواکونو د عملیاتو له وجې بې کوره شوي خلک وايي، له حکومتي مرستو بې برخې دي. د نارسمي ارقامو له مخې، د جولای پر ۲۹مه د عملیاتو له پیل راهیسې تر ۱۰۰،۰۰۰ زیات کسان کډوال شوي دي چې د باجوړ او خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې پراته دي. د عنایت کلا په های سکول کې مېشت کډوال وايي، په لومړیو ورځو کې ورته د الخدمت فاونډېشن په نوم ناحکومتي سازمان له کورونو وظیفې ټولولې او بیا ورته حکومت هم څو ورځې د چای او ډوډۍ بندوبست کاوه، خو اوس ورباندې هغه مرستې بندې دي. دوی وايي، په سرکاري ښوونځي کې تنور یا نغری هم نه شته چې پکې ځان ته خواړه پاخه کړي. د باجوړ انتظامیه وايي، د بې کوره شویو نوملیکنه یې کړې، ورته یې په خار کې کیمپ جوړ کړی او له نورو سره هم خوراکي او نورې مرستې کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.