د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ له مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره پر "سیمه ییز امنیت او د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې" خبرې کړې دي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي، دواړو چارواکو د اګست پر ۲۲مه په راولپېنډۍ کې په ملاقات کې یو ځل بیا هوډ وښود چې ستراتیژیکې ملګرتیا به پیاوړې کوي او په سیمه ییزو او نړیوالو فورمونو کې به همغږي زیاتوي.
وانګ يي د اګست پر ۲۰مه په کابل کې د پاکستان او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو تر درې اړخیزې ناستې وروسته د چین او پاکستان د ستراتیژیکې مکالمې (ډیالوګ) په شپږمه غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ولاړ.
نوموړي له وزیراعظم شهباز شریف سره په ملاقات کې د سیمه ییزې سولې او امنیت د ودې لپاره له پاکستان سره د ګډ کار کولو ژمنه بیا تایید کړه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، وانګ د اګست پر ۲۰مه په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په خبرو کې وویل، بیجنګ د خپلو ګاونډیانو د اصلي ګټو د خوندیتوب ملاتړ ته چمتو دی او په هېوادونو کې د بهرنۍ لاسوهنې "کلک مخالفت" کوي.