د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي د خپل ایټمي پروګرام په اړه راتلونکې اوونۍ له برتانیې، فرانسې او جرمني سره خبرې کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اګست پر ۲۲مه د لوړپوړو اروپايي سفارتکارو سره تر ټیلیفوني خبرو وروسته په یو بیان کې ویلي دي چې د درو اروپايي هیوادونو او اروپايي اتحادیې سره یې موافقه شوې ده چې د اګست پر ۲۶مه به د ایران د ایټمي پروګرام په اړه خبرې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې اروپايي قدرتونو تهران ته خبرداری ورکړی دی چې له بندیزونو د ځان د خوندي ساتلو لپاره دې باید زر اقدامات وکړي.
ایران په جون میاشت کې له اسراییلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال له نړېوالې ایټمي انرژۍ ادارې سره خپله همکاري ځنډولې وه.
فرانسې، جرمني او برتانیې ګواښ کړی چې که ایران د یورانیمو له غني کولو لاس په سر نه شي او د ایټمي انرژۍ د نړېوالې ادارې له پلټونکو سره همکاري بیرته پیل نه کړي نو د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره به مخامخ شي.