د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د پولیو ضد کمپاین پیل شو


د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې یو ماشومان ته د پولیو ضد واکسین ورکول کېږي.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې یو ماشومان ته د پولیو ضد واکسین ورکول کېږي.

د بلوچستان په ۲۶ ضلعو کې د سپټمبر له لومړۍ نېټې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ ضد ۷ ورځنی کمپاین پیل شوی دی.

چارواکي وايي چې په دې کمپاین کې د ۲.۱۷۹ میلیونه ماشومانو د واکسین کولو هدف ټاکل شوی.

د بلوچستان د بیړني عملیاتو مرکز انعام الله رسنیو ته ویلي چې د دې کمپاین لپاره ټولې تیارۍ نیول شوې دي او په روان کمپاین کې به ۸،۹۳۳ ټیمونه به برخه اخلي.

انعام الله زیاته کړې چې دا کمپاین د پولیو وایروس په وړاندې روانې مبارزې کې یو مهم ګام دی او په دې ترڅ کې به تر پنځو کالو کم عمره ۲.۱۷۹ میلیونه څخه ډیرو ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ضد څاڅکي ورکړل شي.

د بلوچستان په ۲۶ ضلعو کې کوټه، پښین، قلعه عبدالله، چمن، بارکان، ډیره بګټي، حب، جعفراباد، جهل مګسي، قلات، خضدار، قلعه سیف الله، لورالایي، مستونګ، نوشکي، نصیرآباد، شیراني، سبي، صحبت پور، اوستا محمد، ږوب، موسی خېل، چاغي، دوکي، لسبیله او زیارت شاملي دي.

د پولیو مخنیوي اداره وايي، تېر کال یې د ګوزڼ ټولې ۷۴ پېښې ثبت کړې وې. تر دې مخکې، په ۲۰۲۳ز کال کې د پولیو یوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې سږ کال په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ۱۵، په سیند کې شپږ او په پنجاب او د اسلام اباد تر واک لاندې په ګلګت - بلتستان کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

په بلوچستان کې د پولیو واکسینو ۸ ورځنی کمپاین پیل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:30 0:00

ادارې په بیان کې ویلي، د پولیو د پېښو دوامداره ثبتېدل په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې ماشومانو ته د لوی ګواښ ښکارندويي کوي چې پکې د واکسین کولو کچ کم دی.

اداره وايي، د سېپټېمبر له لومړۍ څخه تر اوومې پورې د پاکستان په ۹۹ ضلعو (ولسوالیو) او بیا د سېپټېمبر له نیمايي څخه د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې واکسیني کیمپېن ترسره کوي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

XS
SM
MD
LG