پولیس چارواکي وايي په کورمه کې په یو وسلوال برید کې یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
د کورمې د پولیسو یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل، د زاهد حسین په نوم یو تن چې شیعه مسلکی دی، د سېپټېمبر په پینځمه په یو واده کې د ګډون کولو لپاره له خپلې کورنۍ سره په ګاډي کې پاړه چینار ته روان وو چې نامعلومو وسلوالو پرې ډزې وکړې. هغه وايي په برید کې یاد تن وژل شوی او د کورنۍ دوه ښځې یې زخمي شوې دي. پولیس وايي بریدګر معلوم نه دي خو په سیمه کې یې د پلټنې عملیات پیل کړي دي.
د پاړه چینار د مرکزي روغتون مشر ډاکټر میر حسن جان مشال راډیو ته وویل چې د ژوبلو تنانو وضعیت نازک دی. هغه وايي د ژوبلو تنانو لومړنۍ درملنه روانه ده او که وضعیت یې لږ ښه شو نو پېښور ته به یې لېږدوي.
په کورمه کې د شیعه او سني مذهبو ترمینځ وخت ناوخته د ډزو په تبادله کې خلک وژل کېږي.
تر دې وړاندې د کورمې د محوري په احمد خان کلي کې، د سېپټېمبر په درېیمه د مساپرو پر یو ګاډي وسلوال برید کې شپږ سني مسلکه کسان وژل شوي وو.
د کواټ (کوهاټ) ډویژن د پولیسو یو مشر عباس مجید مروت د سېپټېمبر په درېیمه رسنیو ته وویل چې دا د ترهګرۍ یوه پېښه ده او پولیسو د لټون د عملیاتو پر مهال ۱۲ کسان نیولي دي. عباس مجید مروت وايي، هېچا ته به د سیمې د امنیت د خرابولو اجازه ورنه کړل شي او د داډول پېښو تر شا لاس لرونکي کسان به خامخا نیول کېږي.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ اوسي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.
په هغه ضلع کې دا ډول شخړې کله نا کله د فرقه ییز تاوتریخوالي شکل اخلي.
له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.