په بلوچستان کې د کاربندېز پر مهال پولیسو ځیني سیاسي مشران نیولي دي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نیشنل ګوند، عوامي نیشنل ګوند او پاکستان تحریک انصاف په ګډون ګڼو سیاسي ګوندونو په بلوچستان کې احتجاج وکړ. د سېپټېمبر د اتمې نېټې د احتجاج پر مهال د بلوچستان په تقریبا ټولو ضلعو کې بازارونه تړلي وو او ټرانسپورټرانو هم ګاډي درولي وو. د بلوچستان ځینو سیاسي ګوندونو د سېپټېمبر په څلورمه د دغو احتجاجونو اعلان کړی وو. دوی هغه مهال ویلي وو، د سېپټېمبر په دویمه د بلوچستان نیشنل ګوند له غونډې وروسته د ځانمرګي برید په غبرګون کې د سېپټېمبر پر اتمه نېټه پراخ احتجاج کوي. د سېپټېمبر د اتمې د احتجاج پر مهال پولیسو زیات شمېر سیاسي فعالان او د ځینو ګوندونو اهم مشران نیولي دي چې پکې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر قهار ودان او د هغه ګوند مرکزي جنرل سیکټري عبدالرحیم زیارتوال هم شامل دي. د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي د د سېپټېمبر په اوومه ویلي وو، احتجاج کول د هر چا حق دی خو چاته به د لارو بندولو اجازه ورنه کړي. نور تفصیل د مشال راډیو د خبریال په راپور کې.