د لاسرسي ځای

تازه خبر

استخباراتي چارواکو ادعا کړې چې پوځ په بنو کې پر دوو ودانیو بمباري کړې ده


د پاکستان د جنګي الوتکې یو پخوانی عکس
د پاکستان د جنګي الوتکې یو پخوانی عکس

د خیبر پښتونخوا په بنو کې استخباراتي چارواکو او ځايي خلکو له مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د پوځ جنګي الوتکو هلته بمباري کړې ده.

د دوی په وینا، جیټ الوتکو د بنو د بکاخېلو په نرمي خېلو کې د سېپتمبر پر ۱۳مه پر دوو داسې ودانیو بمباري کړې ده چې د دوی په وینا، وسله وال پکې اوسېدل.

دوی وايي چې یو سکول او بل د خیبر پښتونخوا د پخواني صوبايي وزیر ملک شاه محمد خان وزیر جرګه هال په نښه شوي دي کوم چې له ډېرې مودې خالي ولاړ وو او وسله وال پکې دېره شوي وو.

استخباراتي چارواکي وايي چې په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې اطلاعات ورته شته خو د دوی په وینا، وسله والو خپل کسان له ځان سره وړي دي.

د پوځ یو بل افسر هم له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو په وجه، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا جرګه هال د حافظ ګل بهادر ډلې د کومندان صدیق الله ګربز مرکز وو او هلته به یې بارودي مواد تیارول.

دې چارواکي وویل چې په دې بمباري کې شاوخوا ۱۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده. خو نه د پاکستان پوځ او نه هم وسله والو په دې اړه څه ویلي دي.

بل پلو د خیبر پښتونخوا پخواني صوبايي وزیر ملک شاه محمد وزیر په خپل دفتر کې له خبریالانو سره په دې اړه د دریځ له وړاندې کولو ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG