د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ترکي کې په زرګونو زره کسانو د يوې مهمې عدالتي پرېکړې وړاندې مظاهره کړې ده


Main oppostion Republican People's Party (CHP) rally in Ankara
Main oppostion Republican People's Party (CHP) rally in Ankara

د ترکیې په پلازمېنه انقره کې په لسګونو زره خلکو د یوې عدالتي مقدمې په اړه مظاهره کړې چې له مخې يې ښايي د اصلي مخالف ګوند د مشر د ګوښه کولو لامل شي.

دا مقدمه د خلق جمهوري غوښتونکي ګوند د سلګونو غړو په وړاندې د یو کال اوږدې عدالتي ځپلو برخه ګڼل کېږي.

مظاهرچیانو د سېپټېمبر پر ۱۴مه، د ترکیې بیرغونه او د ګوند بینرونه نيولي ول او دولسمشر رجب طیب اردوغان د استعفا غوښتنه یې کوله.

عدالت به په انقره کې د سېپټېمبر پر ۱۵مه (نن) د خلق جمهوري غوښتونکي ګوند (سي اېچ پي) د ۲۰۲۳ کال کانګرس د اعتبار په اړه پرېکړه وکړي ځکه د "قانوني سرغړونو" له تورونو سره مخ دی.

دا پرېکړه ممکن په ګوند کې بدلون رامنځ ته کړي، مالي بازارونه ګډوډ کړي او حتی د ۲۰۲۸ز کال د ټاکنو وخت اغیزمن کړي. عدالت کولی شي چې دا پریکړه وځنډوي.

XS
SM
MD
LG