د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان یوشمېر ولایتونو کې د سېلاب خبرداری ورکړی دی


په پنجشېر کې تر ورښت وروسته سېلاب راغلی - انځور له ارشیفه.
په پنجشېر کې تر ورښت وروسته سېلاب راغلی - انځور له ارشیفه.

د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په اتو ولایتونو کې له تېز باد سره د شړکنده باران اټکل کړی دی او په ځینو سیمو کې یې د سېلاب خبرداری ورکړی دی.

ریاست د اپرېل پر ۱۹مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې د اپرېل پر ۲۰مه په بدخشان، تخار، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، پنجشېر او بغلان ولایتونو کې د توپان او تېز باران امکان دی.

ریاست په هغو ولایتونو کې د له ۱۰ څخه تر ۲۵ ملي میټره پورې د باران اټکل کړی دی.

بیان زیاتوي چې په لویدیزو، سوېلي او سوېل ختیزو او مرکزي ولایتونو او سالنګونو کې د سختې سېلۍ امکان دی.

دا په داسې حال کې ده چې چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د باران او ږلۍ له کبله په پېښو کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او نهه ژوبل دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د اپرېل پر ۱۹مه وویل، هغه مرګژوبله په چارسده، خیبر، شانګله، بټګرام او کوز چترال کې شوې ده.

تر دې مخکې د مارچ په پای کې بارانونو، تېزو بادونو او ږلۍ په پېښور، چارسده، ملاکنډ، بونېر او یوشمېر نورو سیمو کې ولاړ فصلونه زیانمن کړي ول.

طبیعي ناورینونو په تېرو کلونو کې په افغانستان، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې خلکو ته لوی مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د طالبانو حکومتي چارواکو د روان کال د فبرورۍ په پای کې ويلي ول چې د افغانستان په درې ولایتونو کې سختو بارانونو، ږلۍ او سېلابونو ۳۶ کسان ووژل.

په ۲۰۲۴ز کال کې هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ورښتونو، سېلابونو او نورو طبیعي ناورینونو سلګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د ۲۰۲۴ز کال د اګست په پیل کې ویلي ول چې په افغانستان کې پروسږنیو بارانونو او سېلابونو تر ۸۳،۰۰۰ زیات کسان اغېزمن کړي ول.

ملګري ملتونه او څېړنیزې ادارې په افغانستان کې د هغو ناورینونو لوی لامل د اب و هوا بدلون بولي.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې د اب و هوا بدلون ورباندې ډېر اغېز کړی دی.

XS
SM
MD
LG