تمه کېږي چې د ارمنیا او اذربایجان مشران د اګست پر اتمه په سپینه ماڼۍ کې د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په مینځګړتوب او کوربه توب د سولې هغه موافقه لاسلیک کړي چې د دواړو هېوادونو ترمینځ لسیزې پخوانۍ شخړه پای ته ورسوي.
ټرمپ د اګست پر اوومه پر خپله ټولنیزه شبکه، ټروت سوشل، لیکلي چې د ارمنیا وزیراعظم نېکول پاشینیان او د اذربایجان ولسمشر الهام علیېف له امریکا سره هم موافقې لاسلیکوي چې "په ګډه اقتصادي فرصتونه تعقیب کړي."
د نوموړي په خبره، هغه موافقې به درېواړه هېوادونه "د جنوبي قفقاز سیمې له ظرفیتونو" څخه ګټې اخیستو ته لاره پرانیزي.
امریکايي ولسمشر لیکلي: "ډېری مشرانو د جګړې پای ته د رسولو هڅه کړې خو لا یې بریا نه ده ترلاسه کړې. البته اوس د ټرمپ له وجې" به سولې ته لاره برابره شي.
د پاشینیان د رسنیزو چارو دفتر ویلي چې نوموړی وار له مخه په واشنګټن کې دی او د اګست پر اوومه یې د انجیل لرغونتون (میوزییم) ولید.
د نوموړي دفتر د اګست پر شپږمه ویلي ول چې هغه واشنګټن ته ځي چې له ټرمپ سره دوه اړخیزه او له ټرمپ او علیېف سر درې اړخیزه غونډه وکړې چې په "سیمه کې سوله، سوکالي او اقتصادي همکاري وده وکړي."
خو د اګست پر اوومه پر ټولنیزو شبکو د ټرمپ تر بیان پورې له درېواړو هېوادونو څخه یې هېڅ یوه لا د سولې موافقې د لاسلیکېدو په اړه قطعي بیان نه وو ورکړی.
اقتصادي موافقې کولای شي چې په جنوبي قفقاز کې د ټرانسپورټ د هغه ستراتیژیک دهلېز د بیا پرانیستو موقع برابره کړي چې له ۱۹۹۰ز لسیزې راهیسې تړلی دی.
امریکايي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط رسنیو ته ویلي، تړونونه به امریکا ته د زنګ زور دهلېز د پرمختګ لپاره د اجارې حقونه ورکړي او واشنګټن به یې د "نړیوالې سولې او سوکالۍ لپاره د ټرمپ لارې" په نوم ونوموي.
هغه دهلېز به بیا اذربایجان له خپلې نخچیوان سیمې سره ونښلوي چې اوسمهال له پاتې هېواده جلا ده ځکه چې په مینځ کې یې د ارمنیا ۳۲ کېلومیټره پراخه خاوره پرته ده. داراز، اقتصادي موافقې به بالاخره په سیمه کې د اوسپنې یا اورګاډي پټلۍ، د تېلو او ګیسو نللیکو او د نوري مزو (فایبر اپټېک) غځولو ته لاره برابره کړي.
د ټرانزېټي دهلېز جوړولو لپاره به پیسې امریکا نه ورکوي بلکې د موافقې له مخې به یې شخصي شرکتونه چارې ترسره کوي. ټولې خواوې روان کال باکو ته د منځني ختیځ چارو لپاره د امریکايي ولسمشر ځانګړي استازي سټیف وېټکوف تر سفر وروسته د دوامداره مذاکراتو په نتیجه کې موافقې ته ورسېدې.
څه باندې درې لسیزې مخکې، د شوروي اتحاد له ړنګېدو راهیسې د جنوبي قفقاز سیمې ګاونډیو هېوادونو ارمنیا او اذربایجان له یو بل سره دوه ځلې جنګ کړی دی چې پکې لسګونه زره کسان ووژل او لکونه بې کوره شول.
دواړه هېوادونه له اذربایجانه د جلا شوې نګورنو قره باغ سیمې پر سر لانجه او شخړه لري. په هغه سیمه کې ارمنیان اوسي او اذربایجان د ۲۰۲۳ز کال په سېپټېمبر کې د یوې چټکې حملې له لارې له ارمنیو بېلتونپالو ونیوله.
باکو او یرېوان سږ کال په مارچ کې د سولې د "تاریخي موافقې" د متن نهايي کولو اعلان وکړ خو هغه مهال معلومه نه وه چې د دواړو لوریو مشران به یې کله لاسلیکوي.
هغه موافقه په یوه داسې سیمه کې د شخړې ختمولو لپاره پام وړ پرمختګ بلل کېږي چې پکې امریکا، روسیه، اروپايي ټولنه، ترکیه او ایران د خپل نفوذ پراخولو په هڅه کې دي.
د سولې د موافقې له مخې به دواړه ګاونډیان رسمي تعلقات پالل پیل کړي او یرېوان به پر قره باغ د اذربایجان حاکمیت ومني. دا هغه څه دي چې ارمنیا له ۱۹۹۱ز کال راهیسې نه منل.
د امریکا، فرانسې او اروپايي ټولنې په ګډون نړیوالې ټولنې د ارمنیا او اذربایجان ترمینځ د سولې د هوکړې د خبر هرکلی کړی وو.