نرمین جاتېچ هر کال له سویډنه بوسنیا ته ستنېږي چې خپل پخوانی کور چې اوس خالي پروت دی، وګوري.
هغه له درې لسیزو راهیسې د خپل ورور د مړي موندلو په انتظار دی.
هغه مور چې د بوسنیا د سرېبرېنیڅا په توکموژنه کې یې د خپل زوی جسد و نه مونده، بالاخره خپله هم مړه شوه.
شاوخوا درې لسیزې وروسته نن هم د بوسنیا ګڼې کورنۍ له دردناک حالته تېرېږي. هغوی د خپلوانو د جسدونو، چې نه موندل کېږي، په لټه او د انصاف په تمه دي.
هاجره جاتېچ له هغو میندو وه چې د ژوند ۲۶ وروستي کلونه یې د زوی په لټه تېرې کړې خو له دنیا ارمانجنه ولاړه.
د ۱۹۹۵ز کال په جولای کې په هغه نسل وژنه کې تر ۸،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي ول.
د هغې زوی نهاد نینو جاتېچ خبریال وو او تر سقوط مخکې یې د سرېبرېنیڅا، چې ملګرو ملتونو خوندي سیمه اعلان کړې وه، په اړه وروستی راپور ورکړ او و یې ویل:
"سرېبرېنیڅا په یو لوی وژنځای بدله شوې. روغتون ته پرله پسې د وژل شویو جسدونه او ټپیان لېږدول کېږي. دا حالت نه شي تشرېح کېدای. هره ګړۍ پر ښار مرګونې مرمۍ ورېږي. تر اوسه روغتون ته ۱۷ مړي او ۵۷ سخت یا لږ ټپیان لېږدول شوي. ایا په نړۍ کې څوک شته چې دا ناورین وویني؟"
دا د هغه وروستۍ خبرې وې.
د راتکو ملادېچ په مشرۍ د بوسنیا سرب ځواکونو ښار ونیوه او تر ۸،۰۰۰ زیات بوسنیايي مسلمان سړي او هلکان یې ووژل. دا هر څه د ملګرو ملتونو پر دې ژمنه سربېره وشول چې هغه سیمه به خوندي وي.
نینو له زرګونو کسانو سره یوځای غرونو ته وتښتېد او هیله یې دا وه چې ۱۰۰ کېلومیټره لیرې به خوندي ځای ته ځان ورسوي. مور او پلار یې د ملګرو ملتونو په کیمپ کې پناه اخیستې وه.
خو وسلوالو د هغه پلار له نورو سړیو بېل کړ، ۷۰ کېلومیټره لیرې یې د درینا سیند پر غاړه په دار وځړاوه او پاتې شوني یې وروسته وموندل شول.
نړیوالو او کورنیو عدالتونو تر اوسه تر ۵۰ زیاتو کسانو ته د هغو جنایتونو پر سر سزا اورولې او ټولټال په شاوخوا ۸۰۰ کلونو بند محکوم شوي دي.
په سرېبرېنیڅا کې د جاتېچ کور تش پروت دی. نرمین جاتېچ هر کال په جولای کې له سویډنه ورځي، د کور ور پرانیزي او د خپلې کورنۍ درد تجربه کوي.
نوموړی د خپل ورک ورور په اړه وايي، "مور مې راته وویل، ما خو و نه موند، هیله لرم ته یې ومومې. همد هیله ده چې ما هر کال دلته راولي."
دی وايي، مور یې له هر چارواکي سره وغږېده، ډېرې منډې یې وکړې، هر ځای یې ولیده، خو د زوی درک یې و نه لګېد. "زه نه پوهېږم چې چې دا کار به څنګه وکړم. اوس چې مې مور مړه شوې، ځان بې وسه احساسوم. داسې فکر کوم لکه ما چې هغه نهیلې کړې وي یا دلته نه راتګ مې خیانت وي. هغې د جولای ۱۱مې نېټې لپاره ژوند کاوه، ارمان یې دا وو چې پر همدې نېټه د زوی جنازه خاورو ته وسپاري."
د هاجرې په څېر شاوخوا ۵۷۰ میندې د اولادونو د جنازو کولو په هیله له دنیا ولاړې.
نرمین جاتېچ زیاتوي: "یوه پوښتنه تل له ما سره ده: هیله تر کله دوام کولی شي شي؟ هیله تر کله ژوندۍ پاتې کېږي؟"