د لاسرسي ځای

تازه خبر

هندی وزیراعظم مودي وايي"ترهګر او ملاتړي یې معلوموي" او سزا ورکوي


هندی وزیراعظم مودي وايي"ترهګر او ملاتړي یې معلوموي" او سزا ورکوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:22 0:00

نوي دلي د هند تر واک لاندې په کشمیر کې تر خونړي برید یوه ورځ وروسته له پاکستان سره د اباسین د اوبو موافقې ځنډولو، د اټاري او واګې ترمینځ د لارې تړلو او ډېپلوماټیکو تعلقاتو د سطحې ټيټولو اعلان کړی دی. د اپرېل پر ۲۲مه د کشمیر په پهلګام کې په وسلوال برید کې ۲۶ تنه ووژل شول. د کشمیر مقاومت یا د مقاومت جبهې په نوم ډلې د حملې ذمه واري منلې. پاکستان د اپرېل پر ۲۴مه د اباسین اوبو موافقې ځنډول رد کړل، د هندیو الوتکو او هوايي چلند ادارو پر مخ یې د خپل هېواد فضايي حریم وتاړه، له هند سره یې ډېپلوماټیکې اړیکې کمې کړې او و یې ویل چې د شملې موافقه به هم وځنډوي. په همدې حال کې هندي وزیراعظم نرېندرا مودي ویلي، "ترهګر او د هغوی ملاتړي"معلوموي او سزا ورکوي. په کشمیر کې تر حملې وروسته د دواړو ګاونډیو ترمینځ تعلقات لا خراب شوي دي. د اې اېف پي او رویټرز له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

XS
SM
MD
LG