د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په ۳ ضلعو کې د ۱۵ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


د پوځ سرتېري په جنوبي وزیرستان کې د غونډۍ له سره لاندې سیمه څاري - انځور له ارشیفه.
د پوځ سرتېري په جنوبي وزیرستان کې د غونډۍ له سره لاندې سیمه څاري - انځور له ارشیفه.

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په درو ضلعو کې د عملیاتو پر مهال د ۱۵ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې او وايي چې په یوه نښته کې یې دوه سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اپرېل پر ۲۶مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د "استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات" د اپرېل پر ۲۵مه او ۲۶مه په کرک، شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې شوي دي.

بیان وايي چې په کرک کې د عملیاتو پر مهال په نښته کې اته او په شمالي وزیرستان کې څلور مشکوک وسلوال ووژل شول.

د ای اېس پي ار په وینا، په شمالي وزیرستان کې په "سخته نښته" کې دوه سرتېري هم ووژل شول.

پوځ په خپل بیان کې دا نه دي ویلي چې عملیات د کرک او شمالي وزیرستان په کومو برخو کې شوي دي البته زیاتوي چې د جنوبي وزیرستان په ګومل زام کې د عملیاتو پر مهال په نښته کې درې مشکوک وسلوال ووژل شول.

د پاکستان پوځ په هغو پېښو کې وژل شوي ټول کسان "خوارج" بللي دي. پوځ دا اصطلاح اکثر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.

ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې هم د پوځ د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.

د پاکستان پوځ وخت په وخت په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. تر دې مخکې پوځ د اپرېل پر ۲۳مه شپې مهال د خیبر پښتونخوا په بنو کې د شپږو وسلوالو د وژنې او د څلورو د ژوبلولو ادعا کړې وه. داراز، د اپرېل پر ۲۵مه د بلوچستان په پښين کې د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په عملیاتو کې د نهو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.

د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG