د نجونو د تعلیم او ځواکمنتیا لپاره کارکوونکي ملاله فنډ یا صندوق پر نړیواله ټولنه ټینګار کړی دی چې ایران دې د افغانانو د جبري او ډله ییزو ایستو بهیر درولو ته اړ کړي.
د نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ بنسټ د جولای پر ۱۶مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي، تهران، چې غواړي شاوخوا څلور مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه کړي، په تېرو اونیو کې سلګونه زره کسان له خپلې خاورې ایستلي دي.
بیان وايي، د بشري حقونو ډلې دا د اوسني عصر له "تر ټولو لوی ډله ییز اخراج یو" بولي چې پکې زرګونه داسې ښځې او نجونه هم شاملې دي چې تر کلونو، ان تر لسیزو، په ایران کې اوسېدلې دي.
ملاله فنډ کاږي هغه ښځې او نجونه اوس د "طالبانو تر واک لاندې افغانستان" داسې افغانستان ته لېږدول کېږي چې پکې د "جنسیتي اپارتاید" نظام حاکم دی چې هغوی یې له "تعلیم، کار، د تګ راتګ له ازادۍ او خوندیتوبه بې برخې کړې" دي.
اداره وايي، د ایراني حکومت د لسګونه زره افغانانو هېواد ته د جبري لېږد پرېکړه د "زیان رسولو مستقیم اقدام" دی.
ملاله فنډ وايي، په ایستل کېدونکو کې یوشمېر د "بشري حقونو فعالانې، ښوونکې او د طالبانو د جنسیتي اپارتاید مخالفې احتجاجیانې" هم شاملې دي او د هغوی ایستل نه یوازې د "جنسیت پر اساس ځورونه ده" بلکې د هغوی "د مقاومت (مزاحمت) غچ اخیستنې" معنا هم لري.
هغه ناحکومتي بنسټ په بیان کې د پاکستان یادونه هم کړې ده چې تر یو مېلیون زیات افغانان یې په زور هېواد ته لېږدولي دي او په دې توګه یې د نړیوالو قوانینو او اصولو سرغړونه کړې ده.
ملاله فنډ له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې "ایران دې سمدستي د افغانانو ایستلو درولو ته اړ" کړي، هغو افغانانو ته دې د پناه ورکولو نظام پراخ کړي چې د خپل خوندیتوب په لټه دي او جنسیتي اپارتاید دې د "نړیوال قانون له مخې یو جرم" وګرځوي.
تهران لا د هغه بنسټ د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې پر انتقادونو سربېره ټینګار کړی چې د ټولو افغانانو ایستلو ته ژمن دی.
دا په داسې حال کې ده چې له جون راهیسې له ایرانه د افغانانو ایستل په بېساري ډول زیات شوي دي او په هغه هېواد کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه هم خپاره شوي دي. خو تهران په بیا بیا ویلي چې ټول افغانان په "پوره درناوي" خپل هېواد ته لېږدوي.
د ناروې د کډوالو شورا وايي، ایران د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه تر یو مېلیون زیات افغانان هېواد ته لېږدولي دي.
داراز، پاکستان هم له سږني اپرېله د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو پیل کړ. د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.
تهران او اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو پر اندېښنو او د طالبانو د حکومت پر غوښتنو سربېره د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.
د ملګرو ملتونو خبري ووبپاڼې د جولای پر درېیمه وویل چې ایران او پاکستان د ۲۰۲۳ز کال له پای راهیسې تر ۲.۴۳ مېلیونه زیات افغانان هېواد ته لېږدولي دي.
د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا حسن اخوند له ایرانه غوښتي دي چې افغانان دې په درناوي او پړاوونو کې هېواد ته ستانه کړي.
د روانې میاشتې په پیل کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم په ایران کې له افغان کډوالو او مذهبي او توکميز (نسلي) لږکیو سره پر توپیرپالنې، د هغوی پر نیولو او پر وړاندې یې پر تاوتریخوالي اندېښنه وښوده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو دفتر د هغو کارپوهانو د موندنو پر اساس په بیان کې ویلي ول چې په ایران کې سلګونه افغانان او لږکي د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.
هغو کارپوهانو له افغان کډوالو سره د "تاوتریخوالی او ناسم چلند" د سمدستي درولو غوښتنه کړې وه.
په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد د تاوتریخوالي پېښې تر هغې وروسته زیاتې شوې چې تېره میاشت تهران د ایران پر پوځي اهدافو او اټومي مرکزونو د اسراییلو د بریدونو په غبرګون کې بهرنیان تل ابیب ته په جاسوسۍ تورن کړل. له دې سره سم، تر ډېره هلته مېشت افغان کډوال له ستونزو، نیولو او ان د عامو وګړو له تبعیض سره مخامخ شول.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) وايي، ایران یوازې په جون کې کې تر ۲۳۰،۰۰۰ زیات ډېر افغانان هېواد ته لېږدولي دي. سازمان د جون پر ۳۰مه په یو بیان کې وویل، ایران ډېری کډوال په زور له خپلې خاورې ایستلي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د جون پر ۲۶مه په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره د لیدو پر مهال له نوموړي غوښتنه کړې وه چې افغان کډوال دې په تدریجي ډول او د یو مېکانیزم له مخې افغانستان ته ولېږدوي. ایراني سفیر هغه مهال متقي ته ویلي ول چې د کډوالو موضوع به له خپل حکومت سره شریکه کړي.