د طالبانو حکومت وايي، د پاکستان چارواکو ۱۶۴ افغان بندیان خوشې کړي او هېواد ته لېږدولي دي.
په تورخم کې د طالبانو د حکومت د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر د جولای پر ۳۰مه کورنیو رسنیو ته ویلي، هغه افغانان په "پنجاب او اسلام اباد کې تر نیول او زنداني کېدو وروسته" طالبانو ته سپارل شوي دي.
دی وايي، هغو کسانو له دوو څخه تر نهو ورځو پورې د بند موده تېره کړې.
ګوهر زیاتوي چې خوشې شوي کسان د ننګرهار، لغمان، بامیانو، کونړ، کندهار، غزني، بدخشان، کابل، خوست او پکتیا اوسېدنکي ول چې خپلو سیمو ته یې لېږدولي دي.
د پاکستان حکومت وخت په وخت افغان بندیان خوشې کوي او د تورخم او سپین بولدک له لارو یې هېواد ته ستننوي.
د جولای پر ۲۳مه هم پاکستانیو چارواکو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۲ افغان بندیان ازاد کړي او طالب چارواکو ته سپارلي ول.
دا په داسې حال کې ده چې له سږني اپرېل راهیسې له پاکستانه د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو دوام لري. د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت وايي، پاکستان روان کال شاوخوا "۱۹۰،۰۰۰" افغانان ایستلي دي.
چارواکو د جولای پر ۳۰مه په کابل کې د خپلو "یو کلنو لاس ته راوړنو" په اړه خبري غونډې ته وویل چې په تېرو درو میاشتو کې ایران شاوخوا ۱.۸ مېلیونه افغانان "په جبري توګه اخراج" کړي او ترکیې په تېر یو کال کې ۵،۱۳۶ افغانان هېواد ته لېږدولي دي.
هغوی زیاته کړه چې د تېر یو کال په موده کې ۹،۹۰۱ افغانان د ایران او پاکستان له زندانونو ازاد او خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.
په پاکستان او ایران کې د افغان بندیانو کره شمېر معلوم نه دی خو د طالبانو حکومت د روان کال په مارچ کې ویلي ول چې شاوخوا ۱۰،۵۰۰ افغانان په پاکستان او ایران کې بندیان دي.