چارواکي وايي د بلوچستان په بلوڅ مېشته سوراب ضلع کې د وسلوالو په بريد کې د عوايدو انتظامي مشر (اېډيشنل ډېپټي کمېشنر ) وژل شوی دی.
د سوراب ضلعې مرستيال انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) شه اکبر د مې پر ۳۱مه رسنيو ته ويلي دي چې وسلوالو تېره شپه د عوايدو د انتظامي مشر هدايت الله بليدي پر کور بريد وکړ او د هغه کور ته يې اور ورته وکړ.
نوموړي زياته کړه چې وسلوالو د پوليسو تاڼې او د هغوی ګاډو ته هم اور ورته کړی او يو ځايي بانک ته يې زيان رسولی دی.
د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند بيا رسنيو ته په استول شوي بيان کې دعوه کړې ده چې "د هند لاسپوڅو وسلوالو" د سرکاري افسرانو کورونه سوځولي او يو بانک يې لوټلی دی.
نوموړي زياته کړې ده چې بليدي د وسلوالو خلاف د مخامخ جګړې پر مهال ووژل شو.
بلخوا بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې، بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې)، رسنيو ته په استول شوي بيان کې دعوه کړې ده چې د هغوی وسلوالو د مې پر ۳۰مه شپې مهال د سوراب د انتظامي مشر پر دفتر سربېره، د پوليسو او لېويزو پر تاڼو او درو بانکونو بريد وکړ او هغه يې په خپل "کنټرول" کې واخيستل.
بيان زياتوي، وروسته د بي اېل اې وسلوالو درو بانکونو او يوشمېر سرکاري املاکو او ودانيو ته اور ورته کړ او ځينې ګاډي او وسلې يې له ځان سره يووړې.
بلوڅو وسلوالو دعوه کړې ده چې د سوراب د عوايدو انتظامي مشر (اېډيشنل ډېپټي کمېشنر ) هدايت الله بليدي پر هغوی د بريد هڅه وکړه، خو دوی هغه ونيو او د خپل کور په يوه خونه کې يې بند کړ، چې د دوی په وينا، وروسته هغه د ساه تنګۍ له امله مړ شو او دا يوه "حادثاتي پېښه" وه.
بي اېل اې دا دعوه هم کړې ده چې هغوی د پوليسو او لېويزو يوشمېر سرتېري تر نيولو وروسته بېرته خوشې کړل.
په خپلواک ډول د حکومت او بي اېل اې د دعوو پخلی نه شي کېدلای.
په وروستیو میاشتو کې په بلوچستان کې یوشمېر وسلوال بریدونه او چاودنې شوې دي چې پکې امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله پکې اوښتې ده.
په بولان کې د جعفر اېکسپرېس په نوم پېښور ته پر لاره پر مساپر لېږدوونکي اورګاډي د برید او د سرتېرو او استخباراتي کارکوونکو په ګډون د خلکو د یرغمل کولو او په نوشکي کې د امنیتي سرتېرو پر قافلې د وروستۍ حملۍ ذمه واري بېلتونپالې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) ډلې منلې وه.
په همدې حال کې د پاکستان پوځ او حکومت په بیا بیا ټینګار کوي د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.
داراز، د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په غونډه کې ټینګار وکړ چې دولت (ریاست) دې په "پوره ځواک ترهګرۍ" ته ځواب ووايي.