د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زیارت کې خلکو د ۷ کسانو مړو تر موندل کېدو وروسته احتجاج کړی دی


په بلوچستان کې یو امبولانس د یو وژل شوي کس مړی لېږدوي - انځور له ارشیفه.
په بلوچستان کې یو امبولانس د یو وژل شوي کس مړی لېږدوي - انځور له ارشیفه.

د بلوچستان په پښتون مېشته او سیلانۍ سیمه زیارت کې د ځايي خلکو او فعالانو د اووه مړو تر موندل کېدو وروسته احتجاج کړی دی.

د زیارت اوسېدونکي او د احتجاج ګډونوال نظام نظامي د اپرېل پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې مړي د سې شنبې (نهې) پر ورځ د چوتېر په غره کې موندل شوي دي.

دی وايي، خلکو د مړو تر موندل کېدو وروسته د کوټې او بوري (لورالايي) ترمینځ سړک تړلی وو.

د زیارت انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ذکا الله دراني د اپرېل پر ۳۰مه وویل، خلکو چې چارواکي خبر کړل نو دی هم ورغی او مړي یې ولیدل.

دی وايي، هغه کسان په "کمربندونو تړل شوي ول" او په مرمیو ویشتل شوي.

د دراني په خبره، مړي یې په زیارت کې تر معاینه کولو وروسته کوټې ته استولي دي.

دی وايي، ځینو رسنیو خبر ورکړی وو چې هغه کسان د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټرټیررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) سرتېرو په عملیاتو کې وژلي دي خو سي ټي ډي او صوبايي حکومت دواړو ویلي چې هېڅ عملیات یې نه دي کړي.

د زیارت انتظامي مشر وايي، هغه کسان څه موده مخکې وژل شوي او تر اوسه یوازې دا ویلای شي چې هغوی د زیارت اوسېدونکي نه ول خو زیاتوي چې اړوند چارواکي یې د پېژندګلوۍ هڅه کوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه کسان چا او ولې وژلي او کومې وسلوالې ډلې یې هم په اړه څه نه دي ویلي.

د سیمې اوسېدونکی نظام نظامي وايي، زیارت یوه سیلانۍ سیمه ده چې په پسرلي او اوړي کې ګڼ خلک ورځي او دا ډول پېښې سیلګري زیانمنه وي.

دی زیاتوي چې د ضلعي انتظامیې مشر مظاهرچیانو ته د دې ډول پېښو د مخنیوي ډاډ ورکړ او ورسره یې د پلټنو ژمنه وکړه چې ورسره سم دوی احتجاج ختم کړ.

په بلوچستان کې په تېرو څه باندې درې کلونو کې د امنیت وضع خرابه شوې او هلته یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي چې پر حکومتي کارکوونکو، پولیسو او امنیتي سرتېرو، سیاستوالانو، ولسي مشرانو او فعالانو حملې کوي.

له دې پرته په هغه صوبه کې جرمونه هم زیات شوي دي او پکې وخت په وخت د خلکو د تښتولو او وژلو پېښې کېږي.


XS
SM
MD
LG