د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کییف د روسیې هوايي برید کې د ازادې اروپا راډیو دفتر زیانمن شوی دی

تازه شو

په کییف کې د روسیې برید رهایشي ودانۍ زیانمنې کړې دي، اوکرایني کارکوونکي د اور وژلو هڅه کوي - د اګست ۲۸مې انځور.
په کییف کې د روسیې برید رهایشي ودانۍ زیانمنې کړې دي، اوکرایني کارکوونکي د اور وژلو هڅه کوي - د اګست ۲۸مې انځور.

په داسې حال کې چې روسیې پر اوکراین د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو لویې حملې کړې دي، یو برید یې په پلازمېنه کییف کې د ازادې اروپا راډیو دفتر زیانمن کړی دی.

د اګست ۲۸مې په حمله کې د دفتر د ځینو خونو کړکۍ ماتې شوي او سامانونو ته زیان رسېدلی خو پکې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

مشال راډيو د ازادې اروپا راډيو يوه څانګه ده او مرکزي دفتر یې د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې دی.

پر عامه پرلیکه یا انلاین فورمونو د څارګرو کیمرو خپرې شوې ویډيوګانې ښيي چې د ازادۍ راډیو دفتر ته نېږدې چاودنې د دوو توغندیو له وجې شوې دي.

هغه توغندي له دفتر سره نېږدې پر ملکي او رهایشي ودانیو لګېدلي دي.

د ازادې اروپا راډیو مشر سټیفن کېپس د اګست پر ۲۸مه په بیان کې ویلي، "هغه کسان چې په اوکراین کې د پېښو شاهدان دي باید هېڅکله زیانمن نه شي. په داسې حال کې چې د ازادې اروپا راډیو دفترونه زیانمن شوي، موږ خوشاله یو چې داسې ښکاري چې هېڅ کارکوونکی مو نه دی ټپي شوی. ټول دې باوري وي چې زموږ خبریالان به خپل مهم او حیاتي کار ته دوام ورکړي."

نوموړي په بریدونو کې د وژل شویو او ژوبلو وګړو او د اوکراین د مرستندویه او ژغورنې چارو کارکوونکو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې ده.

د ازادې اروپا راډیو د پاکستان، افغانستان، ایران، روسیې، بېلاروس او اوکراین په ګډون په ۲۳ هېوادونو کې په ۲۷ ژبو خپرونې لري او هره اونۍ شاوخوا ۵۰ مېلیونه خلکو ته خپلواک او بې پرې خبرونه وړاندې کوي.

د توغندیو په حمله کې د اروپايي ټولنې د ماموریت وداني هم زیانمنه شوې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو او امنیتي چارو د تګلارې مشرې کایا کلاس پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې لیکلي دي چې تر برید وروسته یې په دفتر کې له خپلو همکارانو سره خبرې کړې دي.

کلاس ویلي، "هېڅ ډېپلوماټیکه وداني باید هېڅکله په نخښه نه شي" او زیاته کړې یې ده چې پر دې موضوع په برسلز (بروکسل) کې د روسیې سفیر احضاروي.

د اروپايي شورا مشر انتونیو کوستا د اګست پر ۲۸مه پر اېکس په بیان کې د حملې له قربانیانو سره خواخوږي ښوولې او ویلي یې دي چې د اروپايي ټولنې د ماموریت کارمندان یې په فکر او خیال کې دي چې دفتر یې "د روسیې په قصدي برید" کې زیانمن شوی دی.

د اګست پر ۲۸مه په کییف کې د اروپايي هېوادونو ډېپلوماټان د توغندیو برید ښکار شوې رهایشي سیمې ته ورغلل.

اوکرایني چارواکي وايي، روسیې د اګست پر ۲۸مه د پلازمېنې کییف په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو لوی برید وکړ چې پکې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او لسګونه ژوبل دي.

د اوکراین هوايي ځواک وايي، روسیې په تازه برید کې شاوخوا ۶۰۰ ډرون الوتکې او ۳۱ توغندي کارولي دي.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي پر روسیې د سختو نړیوالو بندیزونو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې اوکراین هم د روسیې د تېلو پاکولو پر کارخانو او بېخبنا (انفراسټرکچر) ډرون حملې کړې دي چې له کبله یې په مختلفو ځایونو کې اور ولګېد او په یوشمېر سیمو کې د سونتوکو کمښت پیدا شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اګست پر ۲۶مه د کابینې تر غونډې وروسته یو ځل بیا د جګړې پر ختمولو ټینګار وکړ.

نوموړي پر مسکو د نویو بندیزونو د امکان خبره هم وکړه، خو دا یې هم وویل چې اوکراینی اړخ هم له ملامتیا خلاص نه دی.

امریکايي ولسمشر تر دې مخکې هم د مسکو پر وړاندې د اقتصادي اقداماتو خبرداری ورکړی خو لا یې عملي کړی نه دی. البته واشنګټن او غربي هېوادونو د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له بشپړ یرغل راهیسې پر مسکو یو لړ بندیزونه لګولي دي.

مسکو د امریکا او روسیې ولسمشرانو ترمینځ په الاسکا کې د اګست ۱۵مې پر غونډې او درې ورځې وروسته په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ، زېلېنسکي او اروپايي مشرانو ترمینځ پر لیدنې سربېره پر اوکراین حملو ته زور ورکړی دی. په همدې حال کې اوکراین هم پر روسیې ډرون حملې کړې دي.


XS
SM
MD
LG