پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان په واڼه کې چاودنې لږ تر لږه اووه تنه وژلي او ۱۶ یې ژوبل کړي دي.
د واڼه ښار یا سېټي تاڼېدار عثمان وزیر مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د اپرېل پر ۲۸مه سهار شاوخوا ۱۱ بجې په رستم بازار کې د امن کمېټۍ په دفتر کې شوې ده.
دی وايي، له لومړنیو پلټنو ښکاري چې په بم په دفتر کې دننه ایښی وو.
د وزیر په خبره، په وژل شویو کې د امن کمېټۍ دوه غړي شامل دي او نور ولسي وګړي دی.
د پولیسو هغه چارواکی وايي چې ژوبل کسان یې روغتون ته لېږدولي او پکې د پینځو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د وزیر په خبره، ولسي وګړي اکثر د امن کمېټۍ دفترونو ته ورځي او هلته پر مختلفو موضوعاتو جرګې او مرکې کوي.
په واڼه کې د امن کمېټۍ په دفتر کې د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
د سیمې یو ولسي مشر عمران مخلص مشال راډیو ته وویل چې هغه دفتر په ۲۰۰۷ز کال کې د وسلوالو د یو قوماندان ملا نذیر او حکومت ترمینځ د سولې موافقې پر وخت پرانیستل شوی وو. ملا نذیر په ۲۰۱۳ز کال کې په جنوبي وزیرستان کې د امریکا په ډرون برید کې وژل شوی وو.
مخلص وايي، اوسمهال د هغه دفتر مشر یو بل کس دی.
دی وايي، په سیمه کې ځینې خلک هغه دفتر د امن کمېټۍ په نوم یادوي او ځینې وايي چې هغه د حکومت پلویو طالبانو دفتر دی.
خو مخلص زیاتوي چې په چاودنه کې ځايي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو ضلعو کې چې څه باندې دوه لسیزې مخکې وسلوالې ډلې پیدا شوې او فعالیتونه یې پیل کړل نو د حکومت په ملاتړ امن کمېټۍ او امن لښکرې جوړې شوې چې په خپلو سیمو کې یې ګزمې او پهرې کولې. حکومت د هغو لښکرو غړو ته د وسلو ګرځولو اجازه هم ورکړې وه چې دا ډول یې په ملاتړ د وسلوالو ډلو خلاف وجنګېږي.
د دې په غبرګون کې وسلوالو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، پر هغو لښکرو او د کمېټۍ پر مشرانو او غړو بریدونه کول چې پکې لسګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.
په واڼه کې تازه پېښه تر هغې یوه ورځ وروسته شوې د پاکستان پوځ د اپرېل پر ۲۷مه د ګاونډي شمالي وزیرستان په حسنخېلو کې د ۵۴ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.
پوځ وویل چې لویه ډله وسلوالو د اپرېل پر ۲۵مه شپې مهال او پر ۲۶مه او ۲۷مه نېټه پر ډېورنډ کرښه وزیرستان ته د اوښتو هڅه کوله چې سرتېرو یې مخه ونیوله او په نښته کې یې ووژل.
پر هم هغه ورځ انتظاميې له سهار شپږو بجو راهیسې په ټول شمالي وزیرستان کې ګرځبندیز لګولی وو او خلکو ته یې سړکونو او بازارونو ته د نه ورتګ امر کړی وو.
کومې وسلوالې ډلې د پوځ د دعوې په غبرګون کې څه نه ول ویلي او مشال راډیو یې هم په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.
په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د صوبې په جنوبي ضلعو، کې له تېرو درو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي او وسلوالې ډلې اکثر پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، فعالانو، سیاستوالانو او دیني عالمانو حملې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.
د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.