د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ او زېلېنسکي د پوپ د جنازې له مراسمو وړاندې سره ليدلي دي


د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هغه اوکرايني سيال وولوديمير زېلېنسکي د اپرېل پر ۲۶مه په واټيکان کې سره وليدل.
د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هغه اوکرايني سيال وولوديمير زېلېنسکي د اپرېل پر ۲۶مه په واټيکان کې سره وليدل.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کیتلېک کلیسا او د مسیحیانو ستر مذهبي مشر پوپ فرانسېس د جنازې له مراسمو وړاندې په واټیکان کې له خپل اوکرایني سیال وولودیمیر زېلېنسکي سره لیدلي دي.

د راپورونو له مخې دواړو مشرانو د اپرېل پر ۲۶مه موافقه وکړه چې تر مراسمو وروسته به نورې خبرې اترې وکړي.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مشر سټیون چیونګ وویل چې ټرمپ او زېلېنسکي "نن (د اپرېل پر ۲۶مه) په شخصي توګه سره ولیدل او ډېرې ګټورې خبرې یې وکړې." هغه زیاته کړه چې د غونډې په اړه به نور تفصیل وروسته څرګند شي.

د زېلېنسکي مطبوعاتي سېکرټر، سرهي نيکیفوروف هم تایید کړه چې دواړو ولسمشرانو په جنازه کې تر ګډون وړاندې سره ولیدل خو دا یې ونه ویل چې ایا تر مراسمو وروسته به نورې خبرې اترې وشي که څنګه؟

دا تر هغه وروسته ده چې د ډانلډ ټرمپ او د هغه د اوکرایني سیال وولودیمیر زېلېنسکي ترمينځ د فبرورۍ پر ۲۸مه په سپینه ماڼۍ کې بې سارې لفظي شخړه شوې وه.

دواړه مشران د هغو له ۵۰ زیاتو هېوادونو مشرانو په ډله کې ول چې د اپرېل پر ۲۶مه د پوپ فرانسېس د جنازې لپاره راټول شوي ول.

د پوپ مړی په سانټا ماریا کلیسا کې خاورو ته وسپارل شو. د کیتلېکانو پخواني مشران په عمومي توګه په واټيکان کې دننه په سينټ پيټر کلیسا کې خاورو ته سپارل شوي، خو پاپ فرانسېس وصیت کړی وو چې په روم کې له واټيکانه بهر په سانټا ماریا کليسا کې به یې خاورو ته سپاري.

زېلېنسکي د پوپ تر جنازې وروسته پر خپل اېکس (پخواني ټوېټر) ولیکل چې دا يوه "ښه غونډه" وه: "موږ يو په يوه پر ډېر څه بحث وکړ او هيله لرم چې يو پايله ولري. د خپلو خلکو د ژوند ساتنه. بشپړ او بې شرطه اوربند. د باور وړ او دوامداره سوله چې د بلې جګړې مخه ونیسي."

ټرمپ او زېلېنسکي داراز د فرانسې له ولسمشر اېمانوېل مکرون او د برېتانیا له وزیراعظم کییر سټامر سره د جنازې په څنډو کې ولیدل.

د زېلېنسکي دفتر وویل چې د څلورو واړو مشرانو ترمينځ غونډه "مثبته وه."

ټرمپ، زېلېنسکي، اېمانوېل مکرون او کییر سټامر د اپرېل پر ۲۶مه د پوپ فرانسېس د جنازې په څنډو کې خبرې کوي.
ټرمپ، زېلېنسکي، اېمانوېل مکرون او کییر سټامر د اپرېل پر ۲۶مه د پوپ فرانسېس د جنازې په څنډو کې خبرې کوي.

د پوپ په جنازه کې د اوکراین د ولسمشر ګډون روښانه نه وو، خو په مراسمو کې د هغه ګډون خلکو وستایه.

د برېتانیې د شهزاده ویلیم په ګډون د شاهي کورنۍ لسګونه غړي او د بېلا بېلو هېوادونو له ۱۵۰ زيات استازي هم په جنازه کې موجود ول.

چین چې له واټیکان سره رسمي اړیکې نه لري، د تایوان د سفیر د موجودګۍ له امله یې خپل نماینده مراسمو ته نه وو لېږلی.

تایوان ځان خپلواکه بولي خو بیجینګ د هغې سیمې دعوه کوي.

اسراییل، چې په غزه کې د دغه هېواد د چلند په اړه د فرانسېس د انتقاد له امله غوسه وو، خپل سفیر یې واټیکان ته استولی وو.

د اپرېل پر ۲۶مه په واټيکان کې د پوپ فرانسېس د جنازې مراسم تر سره کېږي.
د اپرېل پر ۲۶مه په واټيکان کې د پوپ فرانسېس د جنازې مراسم تر سره کېږي.

د روم کیتلېکانو خپل مذهبي مشر ته درناوی وړاندې کړ چې یو "عاجز مشر وو او د بې وزلو، مهاجرینو او نورو محرومو خلکو لپاره یو اتل وو."

پوپ د اپریل پر ۲۱مه د مسیحیانو د ایسټر په نوم د اختر پر دویمه ورځ په ۸۸ کلنۍ کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی وو.

واټیکان ويلي چې له تېرو درو ورځو راهيسې شاوخوا ۲۵۰،۰۰۰ خلک د لرګیو په تابوت کې پروت د هغه د جسد لیدو ته ورغلي ول.

د کیتلېک مسیحیانو ستر دیني مشر او لارښود خورهې ماریو بېرګولیو، چې ځان ته یې د فرانسېس نوم غوره کړی وو، له اوږدې مودې راهیسې د برېښ (نمونیا) په رنځ اخته وو او په تېرو څو میاشتو کې تر اوږدې مودې په روغتون کې بستر وو.

هغه د رومن کیتلېک کلیسا ۲۶۶م مشر وو. هغه داراز، د امریکا له لویې وچې، د عیسا د ټولنې او په څه باندې ۱،۰۰۰ کلونو کې له اروپا څخه بهر زېږېدلی لومړی لوړپوړی پادري (ملا) وو چې د کیتلېک کلیسا مشري یې ترسره کړه.

د فرانسېس خپل نوم خورهې ماریو بېرګولیو وو او د ارجنټینا په بیونس ایرس کې په اېټالیایۍ مهاجره کورنۍ کې زېږېدلی وو.

بېرګولیو څنګه 'پوپ فرانسېس' شو؟

فرانسېس په ۱۹۶۹ز کال کې پادري وټاکل شو او له ۱۹۷۳ز څخه تر ۱۹۷۹ز کال پورې په ارجنټینا کې د عیسا د ټولنې سیمه ییز دیني مشر وو.

هغه په ۱۹۹۸ز کال کې د بیونس ایرېس ستر پادري شو. درې کاله وروسته د هغه وخت پوپ جان پال دویم د خورهې ماریو بېرګولیو د رتبې په لوړولو د لویو پادریانو د ټولي (کالج اف کارډېنلز) برخه کړ.

بېرګولیو په ۲۰۱۳ز کال کې د پوپ بېنېډېکټ ۱۶م تر استعفا وروسته د کیتلېک مسیحیانو ستر دیني مشر منتخب شو او ځان ته یې د اېټالیا په اسیسي کې د ۱۳مې پېړۍ د صوفي او شاعر فرانسېس نوم غوره کړ. دا نوم تواضع او د بې وزلو ملاتړ ته د هغه ژمنتیا څرګندوي.

پر ټولنیز عدل د فرانسېس تمرکز

فرانسېس د مسیحیانو د ستر مشر په توګه پر رحم، ټولنیز عدل او چاپېریال ساتنې تمرکز کاوه.

پر ۲۰۱۵ز کال پوپ د کیتلېک مسیحیانو ټولو پادریانو ته د "مننې یا شکر ایستو" یا په لاتیني ژبه "لوداتو سي" تر سرلیک لاندې یو خط ولیکه چې پکې یې د اب و هوا بدلون پر وړاندې د نړیوال اقدام او چاپېریال ته د پام کولو غږ کړی وو.

هغه د مذهبونو ترمینځ پر مکالمې ټینګار کاوه او په ۲۰۱۹ز کال کې یې د مصر د الازهر له مشر امام احمد الطیب سره د "انساني وروګلوۍ سند" لاسلیک کړی وو چې د بېلابېلو عقیدو د لرونکو ترمینځ د سولې او ګډ ژوند د ترویج په برخه کې یوه تاریخي موافقه بلل کېږي.

'د بې وزلو لپاره یوه غریبه کلیسا'

پوپ فرانسېس د بې وزلو د ملاتړ لپاره د اواز پورته کولو لپاره پېژندل کېده. هغه به "د بې وزلو لپاره د غریبې کلیسا" لرلو او وروسته پاتې او له پامه غورځول شویو ټولنو ته د رسېدګۍ غوښتنه کوله.

هغه د واټیکان په مالي نظام کې د اصلاحاتو هڅې وکړې او په کلیسا کې یې پر پادریانو د جنسې ځورونو د تورونو ستونزې د هواري لپاره کار کړی وو.

فرانسېس داراز په نړۍ کې د جګړو، بې عدالتیو او ناخوالو پر وړاندې غږ پورته کاوه او له ځپل شویو او زیانګالو خلکو سره یې پر مرستو ټینګار کاوه.

نوموړي د ۲۰۲۴ز کال په پسرلي کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی وو چې د افغانستان په مختلفو برخو کې دې په سېلابونو کې د وژل شویو له کورنیو او له اغېزمنو خلکو سره مرسته وکړي.

هغه په تېرو کلونو کې څو ځلې په اوکراین کې د جګړې درولو غوښتنه کړې وه.

پوپ فرانسېس په واټیکان کې د کیتلېک ښوونکو د ټولنې له مشرانو او غړو سره د لیدو لپاره روان دی - د ۲۰۲۵ز کال د څلورمې انځور.
پوپ فرانسېس په واټیکان کې د کیتلېک ښوونکو د ټولنې له مشرانو او غړو سره د لیدو لپاره روان دی - د ۲۰۲۵ز کال د څلورمې انځور.

پوپ فرانسېس د ۲۰۲۵ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل درې کلونو پوره کېدو په مناسبت د خپلې وینا متن خپور کړی وو چې پکې ویلي ول چې پر هغه هېواد د مسکو حمله "د ټول انسانیت لپاره له درد او شرمه ډکه" ورځ وه.

هغه په خپله وینا کې "له اوکراینیو شهیدانو سره د یووالي" څرګندونه وکړه.

فرانسېس په ۲۰۲۵ز کال کې د "هیلې یا امېد" په نوم خپل ژوندلیک خپور کړ چې پکې یې پر خپل ژوند او د پادري په توګه د ماموریت په اړه بحث کړی دی.

پوپ فرانسېس د خپل عمر په وروستیو کلونو کې له یو لړ روغتیايي ستونزو سره مخامخ شو.

په ۲۰۲۱ز کال کې د هغه د لویې کولمې دېوال پړسوب او سوزش پیدا کړ او ډاکترانو یې جراحي وکړه. تر دې دوه کاله وروسته هغه چوره (هرنیا) شو نو ډاکترانو یې د نس جراحي وکړه.

پوپ فرانسېس داراز له کلونو راهیسې د ګونډې (زنګانه) او ملا درد درلود او اکثر به په ویلچېر کې ګرځېده.

پر دې ټولو ناروغیو سربېره نوموړي خپل کار ته دوام ورکړ او نړیوال سفرونه یې هم وکړل.

نوموړی په ۲۰۲۱ز کال کې د "سولې د یو زایر" په توګه عراق ته سفر وکړ.

پوپ فرانسېس د روان ۲۰۲۵ز کال په پیل کې د سا په نالۍ یا پایپ کې د ګزک له وجې په روغتون کې بستر شو او بیا د غبرګ برېښ (ډبل نمونیا) ښکار شو. له هغه وخت څخه د نوموړي روغتیايي وضعیت پېچلی وو او تر اوږدې مودې په روغتون کې وو. فرانسېس د مارچ پر ۲۳مه د صحت تر ښه کېدو وروسته له روغتونه فارغ شو.

  • انځور سایز

    ملیحه امیرزاده

    مليحه اميرزاده د پاکستان، افغانستان او سيمي په اړه راپورونه جوړوي. هغه د سروې اونيزې خپرونې کوربنه ده.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG