د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي د پاکستان یو سوداګریز پلاوی راتلونکې اونۍ واشنګټن ته ورځي


د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په خپله الوتکه کې ولاړ دی ـ انځور له ارشيفه
د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په خپله الوتکه کې ولاړ دی ـ انځور له ارشيفه

د امریکا ولسمشر وايي راتلونکې اونۍ به له پاکستانه یو سوداګریز پلاوی د سوداګرۍ، ټیکسونو او تعرفو په اړه د مذاکراتو لپاره واشنګټن ته سفر کوي.

رویټرز خبري اژانس لیکي چې ډانلډ ټرمپ دا څرګندونې د مې پر ۳۰مه د امریکا په اېنډریو هوايي ډګر کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.

نوموړي هلته خبریالانو ته وویل، که د هند او پاکستان ترمینځ جګړه وشي نو په هغه صورت کې یې له دواړو هېوادونو سره په سوداګریز تړون کې علاقه (دلچسپي) نه شته.

ټرمپ وړاندې وویل چې هېواد یې له هند سره یوې تجارتي هوکړې ته هم نېږدې شوی دی.

رویټرز اژانس لیکي چې پاکستان له امریکا سره د درې اربه (مېليارده) ډالرو اضافي سوداګرۍ له کبله په خپلو صادراتو کې تر ۲۹ سلنه احتمالي تعرفو سره مخامخ دی. دا هغه تعرفې دي چې واشنګټن په اپرېل کې د نړۍ پر مختلفو هېوادونو باندې لګولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند د سوداګرۍ وزیر پیوش ګويال هم په دې وروستیو کې د سوداګرۍ په اړه د خبرو اترو لپاره واشنګټن ته سفر کړی وو.

تمه کېږي چې نوی دلی او واشنګټن به د روان کال د جولای میاشتې تر پیله یوې لنډ مهالې موافقې ته سره ورسېږي.

هند امریکا ته د مالونو صادرولو پر مهال له ۲۶ سلنه ټيکسونو یا تعارفو سره مخامخ دی.

تعرفه هغه ټیکس یا مالیه وي چې یو حکومت یې پر واردېدونکو (درامدېدونکو) شیانو لګوي.

یوشمېر اقتصاد پوهانو خبرداری ورکړی دی چې د امریکا لخوا لګول شوې تعرفې ښايي د نړیوال اقتصاد د ودې رفتار ورو کړي چې ورسره د سوړ بازارۍ (رکود یا کساد بازاري هم بلل کېږي) خطر زیاتېږي او دا چې تعرفې د اوسطې امریکايي کورنۍ کلني لګښوته تر څو زرو ډالرو پورې لوړولای شي.

XS
SM
MD
LG