د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د شړکنده باران پر مهال بېلابېلو پېښو ۲ تنه وژلي او لوی زیانونه یې اړولي دي


په خوست کې یو ماشوم په ورښتونو کې له خپل زیانمن شوي کور سره نېږدې ناست دی - د اګست شپږمې انځور.
په خوست کې یو ماشوم په ورښتونو کې له خپل زیانمن شوي کور سره نېږدې ناست دی - د اګست شپږمې انځور.

د طالبانو حکومت وايي، په خوست کې د سخت طوفان او شړکنده باران له وجې په مختلفو پېښو کې یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي او لسګونه کورونه زیانمن شوي دي.

د طالبانو د حکومت د والي ویاند مستغفر ګربز د اګست پر شپږمه مشال راډيو ته وویل، د اګست پینځمې پر ماښام د طوفاني باران له وجې د "مرکز په بېلابېلو سیمو" کې ۲۱ کورونه بشپړ ړنګ شوي او نهه نور یې جزوي زیانمن کړي دي.

دی د لومړنیو پلټنو پر اساس زیاتوي، باران د خلکو د لمرینې برېښنا شاوخوا ۸۰۰ تختې ماتې کړې دي او سېلاب کرنیزې ځمکې زیانمنې کړې دي او یوشمېر څاروي یې وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ریاست د اګست پر شپږمه د خوست په ګډون په ۱۲ ولایتونو کې د شړکنده بارانونو وړاندوینه کړې او په ځینو ځایونو کې یې د سېلابونو خبرداری ورکړی دی.

د جولای په لومړۍ اونۍ کې هم د افغانستان په ننګرهار ولایت کې سېلابونو دوه تنه وژلي ول او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي ول.

له دې پرته په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، د جون له وروستۍ اونۍ څخه د جولای تر پای پورې د ورښتونو پر مهال بېلابېلو پېښو او سېلابونو د ۱۴۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۰۰ تنه ووژل او ۷۰۰ کسان یې ژوبل کړل چې ورڅخه یې لوی شمېر ښځې او ماشومان ول.

پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپه کېږي چې کرنیزو ځمکو، کورونو او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.

XS
SM
MD
LG