د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس ويلي دي، واشنګټن هیله لري چې اسلام اباد د "پاکستان مېشتو وسلوالو" په نيولو کې له نوي دلي سره همکاري وکړي.
نوموړي د مې پر لومړۍ نېټه د امريکا له فاکس نيوز ټېلېويژن سره د مرکې پر مهال په عين حال کې وويل چې واشنګټن هيله لري چې په پهلګام کې تر وروستي وسلوال بريد وروسته بايد د هند غبرګون د "پراخې سیمه ییزې شخړې" لامل نه شي.
د اپرېل پر ۲۲مه د هند تر واک لاندې کشمير په پهلګام سيمه کې پر سيلانيانو په وسلوال بريد کې ۲۶ کسان ووژل شول او ۱۷ نور ژوبل شول.
هند هغه پېښه یو "ترهګر برید" بللی دی او پر پاکستان یې د ترهګرو د ملاتړ تور پورې کړی دی.
اسلام اباد تر پېښې وروسته د ۲۵ هنديو او یو نیپالي سیلاني پر وژنه او د ۱۷ کسانو پر ژوبلېدو "اندېښنه" وښوده، په حمله کې یې د ککړتیا تور رد کړ، له نوي دلي یې د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره شواهد وغوښتل او څو ورځې وروسته یې د پېښې د "بې طرفه پلټنو" غوښتنه وکړه.
د کشمیر مقاومت، چې د مقاومت جبهه هم بلل کېږي، په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې د هغې حملې ذمه واري منلې ده.
وېنس له فاکس نيوز سره د خبرو پر مهال زياته کړه: "موږ په صادقانه توګه هيله لرو چې پاکستان، تر کومه حده چې دوی مسول وي، له هند سره همکاري وکړي، چې دا ترهګر، چې کله نا کله د دوی په خاوره کې فعالیت کوي، ونیول شي او حساب ورسره وشي."
تر دې وړاندې، د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ګډون د امريکا لوړپوړو چارواکو د پهلګام بريد غندلی وو او دا یې "ترهګري" او "غیر قابل توجیه" بللی وو.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۳۰مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو د پاکستان له وزيراعظم شهباز شريف او د هند د بهرنيو چارو له وزير اېس جېشنکر سره د جلا، جلا ټېلېفوني خبرو پر مهال پر هغوی د ترينګلتيا کمولو غږ وکړ.