طالبانو د جون پر پينځمه د افغانستان په بغلان ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو پرضد بريد پیل کړی چې پکې د امنيتي چارواکو په خبره لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.
يو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي چې پر جلګه ولسوالۍ بريد کې د دوو ولسواليو پوليس مشران او شپږ افسران وژل شوي دي.
چارواکي وايي، دغه بريد چې تر نيمې شپې وروسته له مختلفو خواوو سمدستي پیل شو، د جون پينځمې تر سهاره يې دوام وکړ. د بغلان ولايت د جلګه ولسوالۍ پوليسو مشر ګلبدين او د برکه ولسوالۍ پوليسو مشر لطف الحق په جګړه کې وژل شوي دي. لطف الحق په جلګه کې د خپلو ملګرو مرستې لپاره ورغلی و.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
افغانستان کې د جګړې له کبله په میلیونونو خلک بې کوره شوي: د خوراک نړيواله اداره
دا هم وګورئ:
طالبان د نشه یي توکو له لارې میلیونونه ډالره ګټي: افغان حکومتپه افغانستان کې جګړو بيا زور اخیستیناټو د افغان ځواکونو د ملاتړ لارې چارې لټوي: سټولټنبرګ طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې لري: ملګري ملتونهدا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې مخ په زياتېدونکي تشدد او د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې ولاړو خبرو له افغانستانه د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو تر وتو وروسته د دې هېواد د راتلونکی په اړه غېر يقيني حالت رامنځته کړی. دغه ځواکونه به تر ۱۱م سپټمبره پورې له افغانستانه وځي.
امنيتي چارواکو په تېرو۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه په ۱۰ ولسواليو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو راپور ورکړی دی. د جون پر څلورمه هم طالبانو په دوو مختلفو ولايتونو کې دوه ولسوالۍ ونيولې.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل او د سولې فرصت