په پېښور کې ۲ پولیس او په شمالي وزیرستان کې ۲ ولسي وګړي وژل شوي

د مې په ۱۱مه په پېښور کې د وژل شويو افسرانو جنازه

د خیبرپښتونخوا په پېښور کې پر رینګ روډ په یوه بمي چاودنه کې ۲ پولیس والا وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.

په دغه اړه د پولیسو د سپېشل برانچ یو چارواکي د مې په ١١مه مشال راډیو ته وویل چې ماخستن مهال د چمکنو تهانې په حدودو کی په دې بمي چاودنه کي د پولیسو یو موبایل ګاډی په نښه شوی. د پولیسو په وينا په وژل شويو کې سب انسپکټر لیاقت زاده شامل دی.

له پېښې وروسته، د ریسکیو ١١٢٢ لخوا د خپور شوی بیان ترمخه ددوی ادارې ۵ مړه او ژوبل کسان لیډی ریډنګ روغتون ته وړي دي . د خیبرپښتونخوا پولیسو ويلي چې دا يو ځانمرګی برید وو. تر اوسه د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

دا هم وګورئ: د پاکستان د ملي امنیت پارلېماني کمېټۍ په "بشپړ ځواک ترهګرۍ" ته د ځواب ویلو غوښتنه کړې

بلخوا په شمالي وزیرستان کې په يو بل هدفي برید کې ۲ ولسي وګړي وژل شوي دي. د پولیسو يو افسر، عمران خان مشال راډيو ته وويل چې وژل شوي کسان روحيل شاه او امان الله د عيدک اوسېدونکي دي. د هغه په وينا پر هغو کسانو، په ميرعلي کې برید شوی او ځای پر ځای وژل شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي. د پولیسو په وينا وسله والو د پېښې له ځايه تښتېدلي دي. د تېرو داسې پېښو په څير، پولیسو دا ځل هم ويلي چې مقدمه یې د نامعلومو کسانو په خلاف درج کړي او د بريد پلټنې کوي.

دا په ۲۰۲۵ کال کې د هدفي حملو ۱۱مه پېښه ده. تر دې مخکې، وروستئ پېښه د اپريل د لسمې وه چې وسله والو پکې په ميرعلي کې د رافد په نوم يو تن وواژه. تر هغه دوه ورځې مخکې، د اپرېل پر اتمه په ضلعي مرکز میرامشا کې وسلوالو یو ځايي وګړی وواژه. تر دې یوه ورځ مخکې هم وسلوالو په هغه ښار کې په برید کې د یو قوماندان ګلاب خان په ګډون درې پخواني حکومت پلوي وسلوال ووژل شول. د هغو حملو ذمه واري چا نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې په لسګونه بریدونو کې ګڼ ولسي مشران، فعالان، دیني عالمان، سیاستوالان، پخواني وسلوال، حکومتي کارکوونکي او عادي وګړي وژل شوي دي.

په ۲۰۲۴ کال په شمالي وزيرستان کې ۳۷ هدفي بریدونه شوي ول چې ګڼو ولسي مشرانو، د بشري حقونو فعالانو او د سرکاري ادارو غړو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه. د زیاتره حملو ذمه واري هم څوک نه مني.

د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکو څه موده مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې په ضلع کې یې د امنیت په موخه د وسلوالو پرضد کاروایۍ سختې کړې دي. د پاکستان حکومت هم په بیا بیا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې هوډ ښوولی دی او وايي چې په دې لړ کې یې د وسلوالو ډلو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.