نورالبشر نويد وايي: ماته غوږ شئ
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پښتو ژبې مشهور ليکوال نورالبشر نويد وايي د خپل کلي له چاپيريال او مشرانو یې ډير څه زده کړې هغه د خیبر پښتونخوا د مردان اوسېدونکی دی. يو شعر یې دی چې: دې خاوره کې کجوره د عربو کله کیږي -- دا خاوره خپل ګلاب لري ، نښتر او چنارونه.
نويد په لسګونو ډرامې، نظمونه او نثرونه ليکلي دي. د ماته غوږه شه په نامه د کالمونو لړۍ یې هم ډېره مشهوره وه. خو نوموړی کلک پښتون سیاستوال هم پاتې شوی دی او د ليکوال مجلې له لارې یې د ډېرو ځوانانو په لاره کې د وطنپرستۍ مشالونه بل ساتلي دي. له هغه سره د راشد خټک دا په زړه پورې مرکه واورئ.