راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.
کراچۍ کې مېلیونونه پښتانه ژوند کوي او د هغوی په مینځ کې ښايي یو څو کسان داسې وي چې د پښتو ادب د ودې لپاره یې زیات کار کړی دی.
د اسلام اباد د پولیسو ویاند سیف الله خان دا تایید کړه چې مړي د عیسوي مذهبو کسانو دي خو مشال راډیو ته یې د دغو کسانو نومونه ونه ښوول او نه یې هم نور جزیات ورکړل.
د پاکستان د وزیراعظم له دفتره په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې دا تفاهم لیکونه د پاکستان او امریکا ترمینځ دوامداره دوه اړخیزې اړیکې لا نورې پیاوړې کوي.
د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام وفاقي ادارې له خوا د سېپټتمبر پر شپږمه ناوخته په یو خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه په هېواد کې ۹۰۷ کسان وژل شوي او لرترلږه ۱۰۴۴ نور ټپیان دي.
د افغانستان په معاصر ادب کې حفیظ همیم د یاد وړ شاعرانو څخه ګڼل کېږي. کره کتونکي وايي نوموړی غزل او نظم دواړه په متفاوت انداز کې لیکي او نوي خیالونه یې انځور کړي دي. د شعرونه ټولګه یې چاپ شوې ده چې «ماوی لرې رانه مه ځه» نومېږي. د هغه د ژوند او فن په اړه نور معلومات دلته اورېدلی شئ.
محب الله زغم که څه هم د طبابت په څانګه کې لوړې زده کړې کړې دي خو د پښتو داستاني ادب لپاره یې هم ډېر کار کړی دی
په پاکستان کې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی په پراخ کچ د خلکو د ورکولو تورونه ناسم بولي.
نوابزاده صبح صادق صادق د پښتو ژبې یو له هغو شاعرانو څخه دی چې د ښې شاعرۍ کولو باوجود د خلکو زیات پام نه دی ور اوښتی.
بیان وايي، د بلوڅانو یووالي کمېټي د خپلې مشرې ډاکترې ماهرنګ بلوڅې، د خپلو ملګرو بیبرګ بلوڅ، شاه جي بلوڅ، ګلزادۍ بلوڅې او نورو زنداني بلوڅانو د خوشې کولو او په بلوچستان کې د "د ټولو جبري ورکو کسانو" کورونو ته د ستنېدو غوښتنې لري.
طاهر کلاچوي د پښتو د مهمو شاعرانو په هغه ډله کې شامل دی چې شاعري يې د کلاسيک او نوې شاعرۍ امتزاج بلل کيږي. د ادب د پوهانو په وینا طاهر کلاچوي د معیاري شاعرۍ کولو ترڅنګ د نورو شاعرانو فکري روزنه هم کړې ده.
د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.
فضل الرحیم لوهار د شانګلې په ادبي حلقو کې یو مخکښ نوم دی. نوموړی شعر او نثر دواړه لیکي. هغه چې د یوشمېر کتابونو لیکوال دی، تازه یې اتمه شعري ټولګه خپره کړې ده
په اسلام اباد کې لسګونه افغانانو له پاکستانه د ایستلو حکومتي پرېکړې پرضد په یو پارک کې پرلت وهلی دی. احتجاجیان وايي، افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې یې ژوند له خطر سره مخامخېدای شي نو ځکه دې چارواکي او نړیوال سازمانونه ورته بل هېواد ته د تګ لارې ولټوي. ویډیويي رپورټ.
مطیع الله قریشي د پښتو له نومیالیو رومانوي شاعرانو یو دی چې ځینې کره کتونکي یې شاعري "د پښتو غزل سينګار" بولي.
په پاکستان کې د خلکو په رایو جوړ شوي حکومتونه اکثر خپله اییني موده نه پوره کوي او په څه نا څه وجه ماتېږي. . د قانوني چارو پوه او په ملاکنډ کې د پیپلز ګوند سیاستوال محمد رشید خان وايي، په پاکستان کې ناجمهوري قوتونه ولسواکي او ډېموکراټیک ارزښتونه پیاوړي کېدو ته نه پرېږدي. بشپړه مرکه واورئ.
عبدالوکيل سوله مل شینواری د لنډو کيسو ليکوال دی.
نقیب احمد فطرت د شانګلې هغه شاعر وو چې په ځوانۍ کې خورا مشهور وو خو د عمر په وروستیو هومره نومیالی پاتې نه شو.
تسکین مانېروال په هغه وخت کې شهرت درلود چې ټولنیزې شبکې نه وې. د هغه یوه شعري ټولګه یې په ژوند کې خپره شوې وه او له مینه والو سره یې د نورې شاعرۍ د ورکېدو وېره وه. د تسکین مانېروال د هنر او ژوند په اړه له انور مانېروال سره مرکه واورئ.
په راولپېنډي او اسلام اباد کې د جونییر جناح ټرسټ په نوم یو ناحکومتي بنسټ له زده کړو بې برخې پاتې بې وزله ماشومانو ته وړیا تعلیم ورکوي. هغه اداره په دواړو ښارونو کې د زده کړو ۲۳ مرکزونه لري او پکې د نورو ښوونځیو زده کوونکي په رضاکارانه ډول ماشومانو ته درس ورکوي. ویډيويي رپورټ.
نور وښیئ