د خيبر پښتونخوا د جانيخېلو (ځونیخېلو) اوسېدونکي لا هم په پرلت ناست دي او په هاوان او ډرون بریدونو کې د ولسي مرګژوبلې غندنه کوي.
دوی وايي د مې پر شپږمه او ۱۱مه دوه وارې د پاکستان پوځ لخوا پرې د هاوان او ډرون بریدونه شوي دي چې په لومړي برید کې دوه کسان وژل شوي او په دویم هغه کې بیا ۱۵ کسان ژوبل شوي دي. د پاکستان پوځ د دې خبرې پخلی نه دی کړی چې ګینې د دوی لخوا د ډرون او یا هم د مارټر بریدونه شوي چې پکې ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د جانيخېلو اوسېدونکو د پوځ د بریدونو پر ضد د مې له اوومې نېټې راهېسې احتجاجي پرلت وهلی دی.
د مې پر ۱۴مه جانیخېلو پرلت ته د وینا پر مهال د سیمې یو مشر مولانا عزیز خان وویل: "نور د ډرون بریدونه نه شو زغملی، د خپلو خلکو مرګژوبله نه شو لیدلی او د خپلو کورونو ړنګول راته قبول نه دي."
نوموړي مشال راډیو ته وویل د مې پر شپږمه د پوځ په هاوان برید کې د حیات الله په نوم یو ځايي کس او د هغه لور وژل شوي او زوی یې ژوبل شوی وو. د نوموړي په وینا د نجلۍ جسد په هماغه ورځ خاورو ته سپارل شوی وو خو د حیات الله جسد لا هم د پرلت په ځای کې د احتجاج په توګه اېښودل شوی دی.
دا هم وګورئ: د جانيخېلو پرلتوال د پوځ لخوا وژل شوي تن مړی د احتجاج په ډول د پوځي کلا مخې ته ښخويپه سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ او د پرلت ګډونوال زکیم وزیر د مې پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل: "موږ د امن سوال کوو خو ناهیلې یو او نه پوهېږو له چا نه انصاف وغواړو؟"
د جانیخېلو پرلتوال وايي تر دې مهاله د پاکستان حکومت او پوځ د هغوی پر احتجاج او پرلت هېڅ غبرګون نه دي ښکاره کړی او نه یې هم چا پوښتنه کړې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن دواړ په جلا جلا بیانونو کې د ولسي وګړيو مرګژوبله غندلې. دوی زیاته کړې چې د پاکستان ریاست دې د ولسي وګړيو له هدف ګرځول بس کړي.
دا هم وګورئ: د ټانک ولس وايي پوځ دې پر جوماتونو بريدونه نه کويد پاکستان پوځ او ځايي انتظامیې تر دې دمه د ځايي خلکو د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ويلي. خو د ضلعي انتظامې یوه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په هېواد کې بېړنی حالت دی او بايد خلک دې خپل احتجاجونه وځنډوي. نوموړي دعوه وکړه چې په سيمه کې د وسله والو ضد عمليات روان دي او د ولس د خونديتوب بشپړ خيال ساتل کېږي.
په جانيخېلو کې د پوځي بريدونو پرضد په احتجاج ناست خلک وايي د پوځ او سوله والو دواړو لخوا په بريدونو کې عام وګړي وژل کيږي. دوي وايي تر څو وژل شوو او ژوبل کسانو ته انصاف نه وي ملاو شوی او امنيت ته وي پرځای شوی نو تر هغو به يې احتجاج روان وي.