د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جانيخېلو کې "د پوځ ډرون برید" ۷ ښځې او ۸ ماشومان ژوبل کړي دي


په جانيخېلو کې د پوځ په هاوان برید کې د وژل شويو کسانو لپاره احتجاج لا هم روان دی
په جانيخېلو کې د پوځ په هاوان برید کې د وژل شويو کسانو لپاره احتجاج لا هم روان دی

د خيبرپښتونخوا د بنو په جانيخېلو کې د پوځي بريدونو خلاف احتجاجي پرلت روان دی چې د دې کلي په يو بل کور د پاکستاني پوځ  په ډرون  بريد کې د يوې کورنۍ ۱۵ غړي ژوبل شوي دي. بلخوا د ضلعي انتظامې یوه چارواکي مشال راډیو ته وویل چې په هېواد کې بېړنی حالت دی او  بايد خلک دې خپل احتجاجونه وځنډوي.

د خيبر پښتونخوا د جانيخېلو اوسېدونکو وايي د مې پر ۱۱مه، د پاکستاني پوځ په ډرون برید کې ۱۵ کسان زخميان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر شپږمه، د پاکستاني پوځ په هوان (مارټر ګولۍ) په حمله کې د يو کور د څو کسانو د وژل کېدو او ژوبلېدو پر ضد خلکو د مې له اوومې نېټې راهېسې احتجاجي پرلت وهلی دی.

پرلتوالو هاوان ویشتونکو پوځيانو ته د سزا غوښتنه کړې ده. د جانېخېل اوسېدونکي وايي لا يې هم احتجاج روان وو چې پاکستاني ډرون الوتکو پر کلي بل بريد وکړ. د بنو روغتون د رسنيو څانګې وياند نعمان خان مشال راډيو ته وويل چې ۱۵ ژوبل کسان وروړل شوي دي. نوموړی وايي په ژوبلو کې ۷ ښځې، ۴ ماشومان او ۴ ماشومانې دي.

په ډرون بريد کې يو ژوبل شوي ماشوم جسيم د مې په ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې په کور کې يې لوبې کولې چې درون بريد وشو: "مازيګر مې کور کې لوبې کولې چې ډرون راباندې بم راګوزار کړ. موږ ټول يې ژوبل کړو. اوس ټول په هسپتال کې يو." بلخوا د بنو روغتون يو ډاکټر بسم الله خان مشال راډيو ته وويل چې د وروړل شوو ژوبل کسانو حالت له خطرې بهر دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن دواړ په جلا جلا بیانونو کې د ولسي وګړيو مرګژوبله غندلې. دوی زیاته کړې چې د پاکستان ریاست دې د ولسي وګړيو له هدف ګرځول بس کړي.

تر اوسه د بنو انتظامیې، د خیبر پښتونخوا حکومت، وفاقي حکومت او پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي. البته په تېرو وختونو کې حکومت او امنيتي ځواکونو ويلي چې د وسله والو پر ضد یې عمليات روان دي.

په جانيخېلو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ رابطه کار، ګران وزير د مې په ۱۱مه د شپې ناوخته مشال راډيو ته وويل چې هېڅوک يې فرياد نه اوري: "له کلونو راهيسې په وير يو، احتجاجونه او جرګې کوو خو هېڅ نتيجه نه ورکوي. له چا انصاف وغواړو؟ د حيات الله له مړي سره لا په احتجاجي پرلت ناست يو چې ۱۵ کسان يې راله نور ژوبل کړل." وزير زياته کړه چې نور دې حکومت د دوی له وژلو لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د جانيخېلو خلک وايې چې د مې پر شپږمه د جانيخېلو له پوځي قلعې په توغول شوې هاوان مرمۍ (مارټر ګولې) د سیمې یو کس حيات الله او د هغه لور ووژل شول او زوی یې بیا ژوبل شو. پرلتوالو زیاته کړې چې تر دې دمه هېڅ حکومتي چارواکي د هغوی د غوښتنو اورېدلو لپاره نه دی ورغلی.

د پاکستان پوځ او ځايي انتظامیې تر دې دمه د ځايي خلکو د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ويلي. خو د ضلعي انتظامې یوه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په هېواد کې بېړنی حالت دی او بايد خلک دې خپل احتجاجونه وځنډوي. نوموړي دعوه وکړه چېپه سيمه کې د وسله والو ضد عملياتروان دي او د ولس د خونديتوب بشپړ خيال ساتل کېږي.

په جانيخېلو کې د پوځي بريدونو پرضد په احتجاج ناست خلک وايي د پوځ او سوله والو دواړو لخوا په بريدونو کې عام وګړي وژل کيږي. دوي وايي تر څو وژل شوو او ژوبل کسانو ته انصاف نه وي ملاو شوی او امنيت ته وي پرځای شوی نو تر هغو به يې احتجاج روان وي.

XS
SM
MD
LG