ټرمپ د جګړې ختمولو لپاره د روسيې او اوکراين له ولسمشرانو سره غږېږي

ولسمشر ټرمپ په فون خبرې کوي - انځور له ارشیفه

د امريکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ ويلي چې د روسیې او اوکراين د جګړې ختمولو لپاره به د مې پر ۱۸مه، د هغو هېوادونو د ولسمشرانو سره خبرې وکړي.

ټرمپ پر خپلې تولنیزې رسنۍ، ټروت سوشل، ليکلي چې د روسیې له ولسمشر ويلادېمير پوتين څخه به په ټيليفوني خبرو کې د جګړې ودرولو غوښتنه وکړي. هغه زیاته کړې چې د دې خبرو مقصد د وینې توييدنې د هغه بهیر مخه نيول دي چې په اوسط ډول پکې په اونۍ کې پينځه زره روسي او اوکرایني سرتېري وژل کېږي.

ټرمپ ويلي چې تر پوتین وروسته به نوموړی د اوکراين له ولسمشر وولودېمير زېلینسکي او د ناټو د غړيو هېوادونو له ځينو مشرانو سره هم وغږېږي. هغه هیله ښودلې چې دا هڅې به نتیجه ورکړي او اوربند به ټینګ شي.

د امریکا ولسمشر تېره اونۍ سعودي عرب، قطر او متحده عربي اماراتو ته د سفر پرمهال وړاندیز وکړ چې که پوتین غواړي دی چمتو دی چې له هغه سره د خبرو لپاره ترکیې ته ولاړ شي خو پوتین چمتو نه شو او پرځای یې ترکیې ته خپل مرکچي پلاوی ولېږه.

د اوکراين او روسیې د استازو ترمنځ هغه خبرې مهمې بلل شوېخو د جګړې ودرولو لپاره یې څه نه دي کړي. روسې د ۲۰۲۲ کال په فرورۍ کې پر اوکراين په یرغل کولو سره ګڼې سيمې ونيولې. له هغه وروسته د دواړو هېواونو ترمنځ سختې جګړې شوې او يو بل ته یې درانه زیانونه اړولي دي.