اسلام اباد د هند یو سفارتکار ته د پاکستان پرېښودو امر کړی

د هند او پاکستان بیرغونه.

پاکستان وايي په اسلام اباد کې يې د هند سفارت یو ډېپلوماټ "ناخوښه کس" ګرځولی او امر يې ورته کړی دی چې په یوه شواروز کې دننه دې له پاکستانه ووځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مې پر ۲۱مه د دې خبر په ورکولو سره ویلي دي چې هندي سفارتکار ته یې د مشکوکو فعالیتونو له امله د شړلو امر کړی دی.

وزارت په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو لیکلي یې دي چې د هند د سفارت شارژدافېیره (ناظم الاموره) ګیتیکا سرویستاوا یې د مې پر ۲۱مه ورغوښتې وه او په رسمي ډول يې ورته د سفارت د یو ډېپلوماټ په اړه ورته ویلي ول چې په ۲۴ ساعتونو کې دې له پاکستانه ووځي.

پاکستان هندي سفارتکار ته تر هغه وروسته له اسلام اباده د وتلو امر کړی دی چې په یو ورته اقدام کې هند تېره اونۍ په نوي دلي کې پاکستانی ناظم الامور وروغوښت او د یو پاکستاني سفارتکار په اړه یې ورته وویل چې د هند له خاورې دې په ۲۴ ساعتونو کې ووځي.

هند او پاکستان چې دوه ګاونډي، خو رقیب هېوادونه ګڼل کېږي، په نورو وختونو کې هم کله نا کله د یو بل سفارتکاران شړي خو ترمینځ یې تر وروستۍ جګړې وروسته دا دويم ځل دی چې د یو بل سفارتکارانو ته د وتلو امر کوي. تر دې وړاندې د مې په ۱۳مه هم دواړو هېوادونو د یو بل یو، یو سفارتکار ايستلی وو.