ملګري ملتونه: په ۲۰۲۴ کې اروپا ته د غیرقانوني کډوالو لویه برخه د افغانانو وه

د بوسنیا په یوه پنډغالي کې دوه افغان ماشومان ولاړ دي - انځور د ۲۰۲۱ کال دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي افغانان اروپا ته د غیرقانوني کډوالو تر ټولو لویه برخه جوړوي.

یادې ادارې په هغه تحلیلي راپور کې چې د جولای پر ۲۵مه يې ناوخته د ملګرو ملتونو په ریلیف ووبپاڼه کې خپور کړی زیاته کړې چې په ۲۰۲۴ز کال کې د هغو افغانان شمیر چې په ناقانونه لارو اروپا ته تللي ۴۲ سلنه دی.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې له دې شمیر ۲۸ سلنه ښځې او ۴۱ سلنه ماشومان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دې ادارې د راپور پر بنسټ له ۲۰۲۰ز تر ۲۰۲۳ز کاله پورې، افغانانو له بنګلادېشیانو وروسته، اروپا ته د غیرقانوني کډوالو لویه برخه جوړوله.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې له ۲۰۲۱ز کال راهیسې چې طالبان بیا ځلې پر افغانستان واکمن شوي، اروپا ته د افغانانو د کډوالۍ بهیر پراخ شوی دی.

په راپور کې دغه شان راغلي چې په ۲۰۲۴ز کال کې له هغو افغانانو څخه چې له غیرقانوني لارو اروپا ته تللي، ۸۸ سلنه کسانو یې جګړې او تاوتریخوالی د خپلې کډوالۍ اصلي لامل ګڼلی چې په دې کې ۴۸ سلنه کسانو بیا عمومي ناامني، او ۴۰ سلنې بیا ویلي چې د دوی خپل او د کورنۍ ژوند ته یې ګواښ وو.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته، ګڼ شمېر افغانان د بېلابېلو لاملونو له امله، لکه ناامني، اقتصادي ستونزې، بیکاري او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیزونو له امله اړ شوي چې هېواد پرېږدي.