پولیس وايي، د کراچۍ په ډېفېنس سیمه کې وسلوالو د سپریم کورټ یو نومیالی وکیل خواجه شمس الاسلام وژلی دی.
د جنوبي ضلعې د پولیسو مشر اسد رضا رسنیو ته وویل، وکیل د اګست پر لومړۍ د یو کس جنازې لمونځ ته تللی وو چې یو سړی راغی او ورباندې یې ډزې وکړې چې پکې هغه ووژل او زوی یې سخت ژوبل شو.
د کراچۍ د وکیلانو ټولنې مشر عامر وړایچ د شمس الاسلام وژنه غندلې او د اګست پر دویمه یې له عدالتي چارو پرېکون (بایکاټ) اعلان کړی دی.
د نوموړي د وژنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس وايي، پلټنې یې پیل کړې دي.
رضا وايي، په سیمه کې یې له څارګرو کیمرو ویډیوګانې اخیستې دي او زیاتوي چې "ژر" به پر وکیل په برید کې ککړ کس معلوم او ګرفتار کړي.
د سیند د کورنیو چارو وزیر ضیاالحسن لنجار پولیسو ته د پلټنو کولو او راپور ورسپارلو امر کړی دی.