نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د سیند صوبې چارواکي وايي په سرښار کراچۍ او شاوخوا نورو سیمو کې باران او ورسره تړلو نورو پېښو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ژوبل شوي دي.
په کراچۍ کې پولیسو اوځايې انتظاميې افغان کېمپ او نورو سیمو کې افغان کډوالو ته خبردارۍ ورکړي د سېپټېمبر تر ۱۵مې پورې دې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي او که داسې نه کوي نو وروسته يې پرضد اقدامات کېږي.
د سیند چارواکي وايي، په کراچۍ ښار کې د بارانونو پر مهال پېښو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. چارواکو د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، د اګست پر ۱۹مه او ۲۰مه د پرله پسې بارانونو پر مهال پېښو لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي او تر ۳۰ زیات یې ژوبل کړي دي. تفصیل په ویډيويي رپورټ کې.
په پاکستان کې هر کال د اګست ۱۱مه د لږکیو د ملي ورځې په توګه لمانځل کېږي چې په مناسبت یې په بېلابېلو ښارونو کې غونډې کېږي. د اګست پر ۱۰مه په کراچۍ کې د لږکیو د حقونو د خوندیتوب لپاره لاریون وشو چې پکې ګڼو مسیحیانو (عیسویانو)، هندوانو او د بشري حقونو فعالانو ګډون وکړ. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په کراچۍ کې د ډمپر ټرکونو د ټولنې غړو تر هغې وروسته احتجاجي پرلت وهلی دی چې پارېدلو کسانو لږ تر لږه اته لارۍ وسوځولې. پولیس وايي، د اګست پر ۱۰مه سهار پر راشد منهاس سړک یو ټرک پر موټرسایکل سپاره خور او ورور ووهل چې وروسته یې سا ورکړه. ویډیويي رپورټ.
د پولیسو هغه چارواکي وويل، زعفران د شریف الله په نوم "بریدګر په کارخانه کې د ساتونکي" په توګه ګومارلی وو، وسله یې ورکړې وه او تر حملې وروسته یې افغانستان ته د هغه د تېښتې بندوبست کړی وو. په هغه حمله کې، چې ذمه واري یې چا نه وه منلې، دوه چینایان سخت ژوبل شوي ول.
بلوڅ يکجهتي کميټي مشران وايي د بلوچستان حکومت لخوا دا څویم ځل دی چې دماهرنګ بلوڅې او نورو مشرانو په درې ايم پي او کې د بند موده غځوي.
په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند د مخکښ سیاستوال او دیني عالم مولانا خانزېب د وژنې پرضد او د باجوړ د "امن پاڅون" په ملاتړ په کراچۍ کې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج شوی دی. ویډیويي رپورټ.
د کراچۍ د سوېلي ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) غلام نبي کوسو د جولای پر شپږمه خبریالانو ته وویل، په وژل شویو کې ۱۴ ښځې او یوه ۱۰ میاشتنۍ ماشومه هم شامله ده.
هنرمند سلمان ګلزار کلونه وړاندې د خیبر پښتونخوا د مټې سوات نه د سېند کراچۍ ښار ته د کار او روزګار لپاره تللی وو. هغه هلته د موسیقۍ زده کړې وکړې او له تېرو څو لسیزو راهیسې سندرې وايي، موسیقي غږوي
د جولای پر څلورمه د کراچۍ په لیاري سیمه کې یوه وداني پرېوتې چې پکې د حکومتي چارواکو په وینا، لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او شپږ ژوبل دي. چارواکي وايي، ګڼ کسان لا هم تر ودانۍ لاندې دي چې د ژغورلو هڅې یې روانې دي. د ودانۍ پرېوتو لامل لا معلوم نه دی. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
بلوڅ يکجهتي کميټي مشران وايي د بلوچستان حکومت لخوا داڅلورم ځل دی چې دماهرنګ بلوڅې او نورو مشرانو په درې ايم پي او کې د بند موده غځوي.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن وايي په ۲۰۲۴ز کال کې په دغه هېواد کې جمهوریت له زوال سره مخامخ وو.
د کراچۍ په افغان کډوالو کيمپ کې زياتره هغه کورونه خالي شوي چې اوسېدونکي يي د افغان سیټیزن يا تابعيت کارډ لرونکو کډالو ول. هلته مېشت پاتې افغان کډوال وايي چې کورونه په اسانه نه شي پلورلی او د خپلو کاروبارونو راغونډولو ته هم اندېښمن دي.
په کراچۍ کې د افغانانو د لاس جوړې قالينې په بهر نړۍ کې د پاکستانيوو په نوم خرڅېدلې
په کراچۍ کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي حکومت ورته د پاکستان د پرېښودلو امر کړی او پولیس ورباندې وخت په وخت چاپې وهي.
د هند او پاکستان پر اوربند د خلکو خوشالي
په کراچۍ کې مېشت افغان کاروباریان وايي، په هغه ښار کې یې د مېلیونونو روپیو پانګونه کړې، ځمکې یې اخیستې دي او په خلکو یې لکونه روپۍ پور دي نو ځکه هر څه سمدستي نه شي ختمولای. په هغه ښار کې ګڼ افغانان د کباړ لوی کاروبارونه لري. ویډيويي رپورټ.
نور وښیئ