د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی دی.
د پاکستان دولتي راډیو د اګست په دویمه پر خپله ووبپاڼه لیکلي دي چې مسعود پزشکیان لومړی لاهور ته ورسېد چېرته چې د مسلم لیګ (ن) رهبر میا محمد نواز شریف او د پنجاب اعلا وزیرې مریم نواز نوموړي ته هرکلی وویلو او بیا وروسته د ورځې په پای کې اسلام اباد ته لاړ چېرته چې وزیراعظم محمد شهباز شریف نوموړي ته پر هوايي ډګر هرکلی وویلو.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر عطا الله تارړ د اګست په دویمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د ایران د ولسمشر دا سفر خورا مهم دی او نه یوازې دا چې د تهران او اسلام اباد تجارتي اړیکې بلکې د دوه اړخیزو اړیکو ټولې څانګې به پياوړې کړي.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې له مسعود پزشکیان سره په دې سفر کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د کابینې نور وزیران او لوړپوړي چارواکي هم ملګري دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د اګست په لومړۍ نېټه اوونیزې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ویلي وو چې مسعود پزشکیان به د خپلې دورې پر مهال د پاکستان له وزیراعظم میا محمد شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري سره لیدل کتل کوي.
شفقت علي خان وايي پاکستان به د ایران او امریکا ترمینځ د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي، "ایران زموږ ملګری او ورور ګاونډی هېواد دی، موږ ورسره د کړکېچونو په کمولو او ستونزو ته یې د ډېپلوماټیکو حل لارو موندلو کې کومک کولو ته ژمن یو."
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس د جولای پر ۲۵مه ویلي وو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار سره د خپلې وروستۍ لیدنې پر مهال د پاکستان د هغو هڅو ستاینه کړې وه چې د ایران او امریکې ترمینځ د منځګړیتوب لپاره یې کوي.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر عطا الله تارړ د اګست په دویمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان او پاکستاني چارواکو ترمینځ به د سوداګرۍ د تړونونو، پر پوله د شریکو مارکیټونو د جوړولو او نورو چارو باندې خبرې کېږي.
د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات د ۲۰۲۴ز په جنورۍ کې د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید له وجې ترینګلي شول.
تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې د "ترهګرو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.
د هغو پېښو له وجې د دواړو هېوادونو سفارتي اړیکې د لنډ وخت لپاره ځنډول شوی وې خو د جنورۍ پر ۲۶مه د ایران او پاکستان سفیران اسلام اباد او تهران ته ستانه شول.
تر دې وروسته دواړو هېوادونو د ۲۰۲۴ز کال په اپرېل کې "د ترهګرۍ پرضد د ګډو هڅو" کولو توافق وکړ.
پزشکیان پر داسې مهال پاکستان ته ځي چې امریکا په جولای کې د ایران پر فردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو حملې وکړې. تر دې مخکې اسراییلو په جون کې د ایران پر اټومي او پوځي تاسیساتو لویې حملې کړې وې او ایران یې په غبرګون کې پر اسراییلو توغندي ویشتلي ول.
د ایران پارلېمان د جون پر ۲۵مه د تهران او تل ابیب ترمینځ تر اوربند یوه ورځ د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د همکاریو ځنډولو مسوده منظوره کړې وه.