لکي مروت کې ډرون برید او هاوان توغندي چاودېدو ۶ کسان وژلي دي

لکي مروت د خیبر پښتونخوا جنوبي ضلع ده.

د لکي مروت پولیس او د سیمې خلک وايي، د هاوان توغندي چاودېدو او په ډرون برید کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۵ ژوبل شوي دي.

د لکي ښار د صدر تاڼې یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله او د نوم د پټ ساتلو په شرط یې له مشال راډیو سره خبرې کولې، د اګست پر دویمه مشال راډیو ته د دواړو بریدونو پخلی وکړ. د نوموړي د معلوماتو له مخې د هاوان توغندی د اګست په دویمه چاودېدلی او د ډرون برید د اګست په لومړۍ نېټه ترسره شوی دی.

همدا رنګه د لکي مروت دوو اوسېدونکیو لیاقت خان او شاکرالله هم د اګست په دویمه نېټه مشال راډیو ته د دواړو پېښو پخلی وکړ.

د ځايي اوسېدونکیو او د پولیسو د یاد مامور د معلوماتو له مخې د اګست په دویمه نېټه د هاوان له یو ناچاودېدلي توغندي سره ماشومانو لوبې کولې چې هغه وډزېد او په نتیجه کې یې پینځه ماشومان ووژل شول او د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان ژوبل شول.

د لکي مروت پولیس او ځايي اوسېدونکي وايي د اګست په لومړۍ نېټه د شپې مهال پر یو کور د ډرون برید کې یو کس ووژل شو او دوه ښځې ژوبل شوې.

د سیمې خلک د پاکستان پر پوځ تور پورې کوي چې پر ولسي خلکو ډرون بریدونه کوي او توغندي پرې توغوي خو د پاکستان پوځ تر اوسه د دغو تورونو ځواب نه دی ویلی.

ځايي خلکو په وار وار د دغو بریدونو خلاف احتجاجونه هم کړي دي او د پوځ ترڅنګ یې له وسلوالو هم غوښتي دي چې د جګړې پر مهال دې د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام وکړي.

خو د دې هرڅه باوجود د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې وخت په وخت د ډرون او هاوان بریدونو کې ولسي خلکو ته مرګژوبله وراوړي.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډه پور د جولای پر ۲۴مه په یو بیان کې ویلي وو چې حکومت یې په صوبه کې د "نورو پوځي عملیاتو" او د امنیتي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو د حملو اجازه نه ورکوي.