د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي امین ګنډه پور وايي صوبه کې د "نورو پوځي عملیاتو او ډرون حملو" اجازه نه ورکوي


علي امین ګنډه پور په پېښور کې یوې ولسي غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.
علي امین ګنډه پور په پېښور کې یوې ولسي غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور وايي، حکومت یې په صوبه کې د "نورو پوځي عملیاتو" او د امنیتي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو د حملو اجازه نه ورکوي.

دا خبره نوموړي د جولای پر ۲۴مه په پېښور کې د ګڼګوندیزې غونډې پر مهال کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د ځايي وګړو په وینا، د پوځ په یوشمېر ډرون او هاوان بریدونو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده خو امنیتي ځواکونه ټینګار کوي چې د عملیاتو پر وخت د خلکو خوندیتوب ته پوره پام کوي.

د اعلاوزیر دفتر تر غونډې وروسته په بیان کې ویلي دي چې ګنډه پور د قبایلي ضلعو له ولسي مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته د امنیت پر موضوع "لویه جرګه" ورغواړي.

په غونډه کې د عوامي نیشنل ګوند، د جمعیت علمای اسلام (ف) او په وفاقي اېتلاف د ورګډو ګوندونو مسلم لیګ (ن) او پیپلز پارټۍ سیاستوالانو ګډون و نه کړ خو د جماعت اسلامي او قامي وطن ګوند په شمول د یوشمېر نورو ګوندونو مشرانو او په قامي او صوبايي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف او ملګرو ډلو استازو پکې برخه واخیسته.

ګنډه پور وروسته په خبري غونډه کې د ګنډګوندیزې غونډې اعلامیه ولوسته او و یې ویل چې په صوبه کې د نورو پوځي عملیاتو اجازه نه ورکوي.

ده داراز ټینګار وکړ چې حکومت ته یې "ښه طالبان" هم د منلو نه دي. "په صوبه کې د ښو طالبانو هېڅ ګنجایش نه شته، چا چې هم ساتلي، هغوی دې یې له [صوبې] وباسي."

په پاکستان کې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د ښه او بدو طالبانو اصطلاح کارېږي. هغه وسلوال طالبان چې په افغانستان کې به یې پخوا د نړیوالو ځواکونو او د جمهوري حکومت پر ضد بریدونه کول اصطلاحاً "ښه طالبان" بلل کېدل او چې په پاکستان کې حملې کوي، د "بدو طالبانو" په نوم یادېږي. خو د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو کلونو کې رد کړې او زیاتوي چې بې له توپیره یې د وسلوالو ډلو ضد "بریالي" عملیات کړي دي.

ګنډه پور دا هم وویل چې وفاقي ادارې دې پولې وساتي ځکه چې د هغو سیمو خوندیتوب یې دنده ده او د صوبې د نورو برخو امنیت چارې دې صوبايي حکومت ته پرېږدي.

د پاکستان وفاقي حکومت او پوځ لا د ګنډه پور په مشرۍ د ګڼګوندیزې غونډې د اعلامیې او سپارښتنو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوې او روانه میاشت د صوبې په بېلابېلو برخو کې یوشمېر خونړي بریدونه وشول چې پرضد یې سیاستوالانو او ولسي وګړو پراخې مظاهرې، جلسې او د "امن پاڅون" په نوم غونډې وکړې.

په پېښور کې ګڼګوندیزه غونډه پر داسې وخت شوې چې عوامي نیشنل ګوند د جولای پر ۲۶مه د ناامنۍ پر ضد ګڼګوندیزه غونډه او جماعت اسلامي د جولای پر ۳۰مه د "امن ګرینډ یا لویې جرګې" وربللو اعلان کړی دی.

د پاکستان پوځ او وفاقي حکومت په بیا بیا ټینګار کړی چې د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي. پوځ داراز، وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوې کوي.

داراز، د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف هم د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته ویلي ول چې حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.

XS
SM
MD
LG