پولیس وايي نامعلومو وسلوالو په میرامشاه کې ۲ کسان وژلي دي

د شمالي وزیرستان نقشه

پولیس چارواکي وايي په میرامشاه کې د نامعلومو وسلوالو په ډزو دوه کسان وژل شوي دي.

په میرامشاه کې د پولیسو کنټرول خونې د اګست پر ۱۲مه مشال راډیو ته ویلي دي چې د سیمې د ضلعي خطیب قاري محمد رومان زوی او لمسی په چشمه سیمه کې د نامعلومو وسلوالو په ډزو وژل شوي دي.

پولیس وايي، بریدګر له ډزو وروسته تښتېدلي دي او هغوی د نامعلومو وسلوالو خلاف مقدمه درج کړې ده.

د برید ذمه واري لا چا نه ده قبوله کړې.

تر شمالي وزیرستانه وړاندې په کوز جنوبي وزیرستان کې نامعلومو وسلوالو د اګست په ۱۱مه یو دیني عالم مولانا ثنا الله په ډزو وژلی وو. د مولانا ثنا الله د وژنې ذمه واري هم چا نه وه منلې.

په شمالي وزیرستان کې روان کال ۱۶ هدفي بریدونه شوې دي. تېرکال په یاده سیمه کې په ۳۷ هدفي بریدونو کې شاوخوا ۵۰ کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي وو.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.