د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په ملاکنډ او قلات کې د ۱۳ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


د پاکستان پوځ سرتېري د یوې غونډۍ له سره د سوات مختلفې برخې څاري - انځور له ارشیفه.
د پاکستان پوځ سرتېري د یوې غونډۍ له سره د سوات مختلفې برخې څاري - انځور له ارشیفه.

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ او د بلوچستان په قلات کې د ۱۳ مشکوکو وسلوالو د وژلو او د اتو نورو د نیولو دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جولای پر ۲۰مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې امنیتي سرتېرو، پولیسو، د لېویز ځواک سرتېرو او د ملاکنډ ضلعي انتظامیې د روانې میاشتې له ۱۶مې څخه تر ۲۰مې پورې په سیمه کې د "استخباراتي معلوماتو پر اساس" عملیات وکړل.

پوځ وايي، د وسلوالو تر ځای تر معلومولو وروسته یې هغوی محاصره کړل او "څو ځلې یې ورسره سختې نښتې" وشوې چې پکې نهه مشکوک وسلوال ووژل شول او اته یې ونیول.

بیان کاږي، سرتېرو په عملیاتو کې د وسلوالو "دوه پټنځایونه ړنګ" کړل او ورڅخه یې وسلې ترلاسه کړې.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر په بل بیان کې ویلي چې امنیتي سرتېرو د جولای پر ۱۹مه او ۲۰مه د بلوچستان په قلات کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس عملیات وکړل چې پر مهال یې له وسلوالو سره "سخته نښته وشوه" چې پکې څلور مشکوک وسلوال ووژل شول.

ای اېس پي ار په نښتو کې امنیتي سرتېرو یا پولیسو ته د مرګژوبلې اوښتو یا نه اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وژل شوي ټول کسان "خوارج" او د "هند ملاتړ لرونکي" بللي دي.

پوځ دا اصطلاحات اکثر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، حافظ ګل بهادر او بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.

نوي دلي لا د پوځ د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا پر پاکستان تور پورې کړی دی چې د هغو وسلوالو ډلو ملاتړ کوي چې په هند او د نوي دلي تر واک لاندې جمو او کشمیر کې حملې کوي.

کومې وسلوالې ډلې هم د پوځ د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ورځو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وسلوال بریدونه زیات شوي دي.

د جولای پر ۱۹مه وسلوالو د پوځ یو افسر په کوټه کې د مقناطیسي یا چسپکي بم په چاودنه کې وواژه. بلوڅ بېلونتپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) پر مېجر محمد انور کاکړ د برید ذمه واري ومنله.

داراز، د جولای پر ۱۸مه په مستونګ کې د پولیسو پر یو ګاډي په برید کې د مرستیال ډي اېس پي په ګډون دوه پولیس ووژل او دوه ژوبل شول. د هغې حملې مسوولیت چا نه وو منلی.

د جولای پر ۱۶مه وسلوالو په قلات کې پر مساپر لېږدوونکي بس برید کړی وو چې پکې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او اووه ټپیان ول. بي اېل اې د حملې ذمه واري منلې وه.

د پاکستان پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

پولیسو او امنیتي ځواکونو د جولای پر ۱۶مه په بنو او د ملاکنډ په درګۍ کې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې وه. تر دې مخکې، پوځ د جولای په پیل کې په شمالي وزیرستان کې د ۳۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهیسې امنیتي وضع خرابه شوې ده چې پرضد یې ځايي خلکو په بیا بیا احتجاجونه، جلسې، لاریونونه او جرګې کړې دي.

خو حکومت ټینګار کوي چې د ناامنۍ پرضد مبارزې ته ژمن دی. د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.

د پاکستان او بلوچستان حکومتونه او امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG