د مینګورې اوسېدونکی وايي سېلاب یې د ټول کور سامان یووړ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سوات د مینګورې اوسېدونکی ډاکتر عدنان خان وايي، سېلاب یې په دوو ساعتونو کې د کور ټول سامان یووړ. دی وايي، سېلاب د ټولې کوڅې د اوسېدونکو کورونه اغېزمن کړي دي. د خان په خبره، حکومت ورسره لا هېڅ مرسته نه ده کړې. خو د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د اګست پر ۱۷مه په بیان کې ویلي دي چې حکومت سېلاب ځپلو سیمو ته ۸۹ ټرکونه مرسته لېږدولې ده. د اګست پر ۱۴مه او ۱۵مه د ورښتونو او سېلابونو پر مهال په پېښو کې ۳۴۴ کسان ووژل او لسګونه ژوبل شول. لنډ ویډیويي رپورټ وګورئ.