نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
ډي اېس پي شوکت علي د جولای پر ۲۸مه ناوخته د سوات خبریالانو ته وویل، د چالیار په مخزن العلوم مدرسه کې د وژل شوي ماشوم فرحان ایاز د وژنې په تور یې وار له مخې هم ګرفتارۍ کړې وې خو دوه مرکزي کسان قاري عمر او احسان الله چې پلار او زوی دي، مفرور وو اوس دوی نیولي دي.
د سوات په خوازه خېله کې د یوه زده کوونکي تر وژنې وروسته پولیسو مدرسه تړلې او د هغه د مرګ او ورباندې د تشدد په تړاو یې نهه تنه نیولي دي. د ۱۴ کلن ماشوم تره صدر ایاز وايي، وراره یې مدرسې ته تګ نه غوښت او ده چې وپوښت نو هغه ورته وویل چې هلته یې ښوونکي وهي. له صدر ایاز سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.
د سوات د پولیسو مشر ویلي دي چې د خوازه خېلې په مدرسه کې یې د یو زده کوونکي په وژنه د ککړتیا په تور دوه تنه نیولي دي. محمد عمر خان د جولای پر ۲۳مه خبري غونډې ته وویل، دوه نور کسان د ماشوم په وژنه تورن دي، خو لا نه دي نیول شوي او لټون یې روان دی. نور په رپورټ کې.
پولیس وايي، د مدرسې په یوه ښوونکي او د هغه پر دوو ملګرو مقدمه درج شوې ده چې یو کس پکې نیول شوی دی او د دوو نورو لټون روان دی.
د خیبر پښتونخوا په کوز دیر کې سیاستوالانو او ولسي مشرانو له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده. د جولای پر ۲۰مه په میدان کې د "امن پاڅون" په نوم جلسې ته سلګونه وګړي ورغلي ول. ویناوالو پر حکومت غږ وکړ چې امنیت دې ټینګ کړي خو د وسلوالو پرضد د پراخ عملیات نه کوي. نور په دې رپورټ کې.
نیاز علي وايي، د زده کوونکو عمرونه له ۱۰ څخه تر ۱۶ کلونو پورې دي چې اته یې د بحرین او درې سخت ټپي ماشومان د مدین روغتون ته لېږدول شوي دي.
د اسماعیل جنازه د جولای پر دویمه ماخوستن مهال په بریکوټ کې وشوه چې ورته د سوات ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) سلیم جان، د پولیسو مشر او نور سرکاري چارواکي او ځايي وګړي ورغلي ول.
د جون پر ۲۷مه په سوات سیند کې د سیلابي اوبو د زیاتوالي له وجې لږ تر لږه د ۱۴ کسانو له وژل کېدو وروسته انتظامیې د سیند پر غاړه جوړې شوې ودانۍ ړنګول پیل کړې دي.
په سوات کې د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکي وايي چې له ۱۶ څخه درې ژوندي اېستل شوي وو، د ۱۱ مړي میندل شوي او دوه لا هم ورک دي.
د جون پر ۲۸مه په سوات کې دا مظاهرې وروسته له هغې ترسره کېږي چې یوه ورځ وړاندې هلته سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه واړول.
د جون پر ۲۷مه د سوات په بای پاس سیمه کې ناڅاپه د سېلاب اوبه تېزې شوې ۱و ۱۶ کسان د شګو په یوه ډیري ایسار پاتې شول.
د ژغورنې اداره ۱۱۲۲ وايي د سوات له سینده یې د اوو کسانو جسدونه اېستلي دي.
د ملاکنډ ډویژن کاروباري تنظیمونو د مالیو (ټیکسونو) پر ضد کاربندیز کړی چې پرمهال یې مارکیټونه تړل شوي او د ګاډو تګ راتګ هم درېدلی دی
ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې د ژغورنې ادارې په مرسته زخمیان او مړي له کندې راویستل شوي دي. دوی وايي دا ټول د کوهستان سیمې اوسېدونکي وو.
د پولیسو مشر شاهي بخت وايي په درج شوي رپورټ کې ښځې شکایت کړی وو چې لور یې چې د شپږو کالو د یو ماشوم مور هم ده، له خپل خاوند نه طلاق اخیستی، ماشوم یې له نیکه سره دی خو ښځه په مرموز ډول ورکه شوې ده.
دا چې سږکال لوی اختر د ګرمۍ په درشل کې راغلو نو د ګرمو سیمو سیلانیانو د یخ سوات سړو اوبو، ګورو سیورو او زړه وړونکیو نظارو ته مخه وکړه. د خیبر پښتونخوا د سیلګرۍ اداره وايي په تېر شوي لوی اختر کې دوه لکه سیلانیان سوات ته ورغلي ول. د مشال راډیو خبریال د سوات سیند پر غاړه له خلکو سره خبرې کړې دي:
د خیبر پښتونخوا حکومت د روان کال د مې پر ۳۰مه د یو فرمان په خپرولو سره ویلي وو چې اوس به د سيدو شریف لوی روغتون حکومت او اولس په شریکه چلوي او خپلواکه مشران به د روغتون لپاره کړنلاره جوړوي.
د خیبر پښتونخوا د سوات د سیدو شریف سره تړاو لرونکی لیکوال، شاعر او څېړونکی عثمان ولسیار وايي پښتو ټپه د پښتنو تاریخ بیانوي.
د جون پر لومړۍ نېټه د سوات د کبل تحصیل په هزاره کې شوې "د سوات ولسي جرګه" کې پر ګڼو موضوعاتو خبرې شوې دي چې پکې د امن، د عامو خلکو د مځکو مبینه لاندې کېده، پر قدرتي وسایلو د ځايي ولس واک، د روزګار نیشتوالی او نور شامل وو.
نور وښیئ