د کواټ پولیسو خپل دوه سرتېري له وسلوالو سره د همکارۍ په تور نیولي

د کواټ ډویژن د پولیسو مشر عباس مجید مروت په پولیس کلب کې خبریالانو ته معلومات ورکوي - د اګست ۱۸مې انځور

د کواټ (کوهاټ) د پولیسو مشر وايي د پولیسو دوه سرتېري یې له تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې سره د تړاو په تور نیولي دي.

د کواټ ډویژن د پولیسو مشر عباس مجید مروت د اګست په ۱۸مه په کواټ پولیس کلب کې خبریالانو ته وویل، د سراج او فریدون په نومونو د پولیسو سرتېري د ترهګرۍ ضد د پولیسو د ادارې (کاونټر ټیرېرېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) او د کواټ د پولیسو په ګډو عملیاتو کې نیول شوي دي.

مروت وايي، دا دواړه سرتېري که څه هم د پولیسو غړي ول خو د "پولیسو په جامه کې" یې د ترهګرۍ پلانونه جوړول.

نوموړي وړاندې وویل، په دواړو تورونه دي چې د روان کال په محرم الحرام میاشت کې یې د کواټ د پولیسو په لوړپوړو افسرانو، د پولیس لاین په جوماتونو، د ترهګرۍ ضد پولیسو پر دفتر او نورو حکومتي ودانیو او د محرم په جلوسونو د بریدونو پلانونه جوړ کړي ول خو د هغه په وینا په خپل مقصد کې بریالي شوي نه ول.

د عباس مجید مروت په وینا دواړو نیولو شویو پولیس سرتېرو په لومړنیو پلټنو کې پر دوی لګېدلي تورونه منلي او د خپلو جرمونو اعتراف یې کړی دی. نوموړي وړاندې وویل چې له عدالته یې د دغو پولیس سرتېرو د ۱۵ ورځو جسماني ريمانډ اجازه ترلاسه کړې ده.

هغه زیاته کړه د پلټنو پر مهال به هڅه کوي چې د نیولو شویو پولیس سرتېرو د نورو همکارانو څرک هم ولګوي.

تحریک طالبان پاکستان چې د پاکستان پر ضد وسلواله مبارزه کوي او د اسلام اباد لخوا د ترهګرې ډلې په نامه پېژندل شوې ده، تر اوسه یې په دې اړه څه نه دي ویلي چې ګینې د پولیسو په لیکه کې موجود د هغوی کسان نیول شوي دي.