د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې په ۲ حملو کې د یو خبریال زوی او د خدايي خدمتګار تنظیم غړی وژل شوي دي


پولیس سرتېري په پېښور کې پر یو سړک پهره کوي - انځور له ارشیفه.
پولیس سرتېري په پېښور کې پر یو سړک پهره کوي - انځور له ارشیفه.

پولیس وايي، په پېښور کې په دوو جلا، جلا حملو کې د یو خبریال زوی او د عوامي نیشنل ګوند د "خدايي خدمتګار تنظیم" یو غړی وژل شوي او درې تنه ژوبل دي.

د پېښور پولیسو رسنیو ته ویلي چې وسلوالو د اګست پر ۱۷مه شپې مهال په شوتل بانډه کې د امریکا غږ ډیوې راډیو د خبریال او لیکوال میا فاروق فراق زوی علي وویشت.

تر اوسه معلومه نه ده چې ۲۶ کلن میا علي فراق چا او ولې وژلی، خو د هغه پلار د اګست پر ۱۷مې شپې ناوخته پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې زوی یې "نامعلومو وسلوالو" ویشتلی دی او پولیس وايي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

د پېښور د خبریالانو سازمان پر پېښه خواشیني ښوولې او په بیان کې یې ویلي دي چې یوازې خبریالان نه بلکې اوس یې بچي او د کورنیو غړي هم محفوظ نه دي.

میا علي فراق د اګست پر ۱۸مه سهار ۱۱ بجې تر جنازې وروسته په پېښور کې خاورو ته وسپارل شو.

میا فاروق فراق له لسیزو راهیسې خبریالي کوي او د یو لیکوال په توګه هم لوی نوم لري.

په همدې حال کې د پېښور د مېچنۍ دروازې تاڼې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اګست پر ۱۸مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د ۱۷مې نېټې پر ماخوستن پر ورسک سړک د خدايي خدمتګار تنظیم پر کیمپ برید وکړ چې پکې یو کس ووژل او درې ژوبل شو.

دی وايي، د ژوبلو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د ورسک سړک سیمې اوسېدونکي او د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال عزیز غفار خان د اګست پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، تنظیم هغه کیمپ د خیبر پښتونخوا د سېلاب ځپلو د مرستې په موخه د چندو ټولولو لپاره لګولی وو.

دی وايي، د تنظیم د وژل شوي او ژوبلو غړو د کورنیو هېچا سره د دښمني نه لرله او دا د شوکې یا ډاکې پېښه هم نه ده ځکه چې وسلوالو له کیمپه پیسې یا نور سامان نه دی وړی.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو د مېچنۍ دروازې پولیس زیاتوي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

په تېرو اونیو کې په پېښور کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. د اګست پر ۱۳مه وسلوالو شپې مهال د پېښور په حسن خېلو کې پر تاڼه ډزې وکړې چې پکې یو پولیس ووژل شو. تر دې څه باندې یوه اونۍ مخکې وسلوالو په پېښور کې د پولیسو یو افسر او د هغه دوه ملګري ووژل. د هغو حملو ذمه واري چا نه وه منلې.

خو دا یوازې پېښور نه دی بلکې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي. له دې پرته، وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.

د پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.

په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای په پای کې په یو ویډیويي بیان کې وویل، "ترهګرۍ د صوبې د پرمختګ مخه ډب" کړې او ټینګار یې وکړ چې ټول باید له امنیتي ځواکونو سره د سولې او امنیت په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.

تر دې څو اونۍ مخکې د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف هم په سوات کې خبري غونډې ته ویلي ول چې حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.

XS
SM
MD
LG